روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اوس د اسلام دښمنان څه غواړی او موږ باید څه وکړو!

ډاکټر سیف الله «خالد»

که د تاریخ لمن را وسپړو د مسلمانانو او کفارو تر منځ اخ و ډبونه،او تاریخی پېښې و څېړو دا به موږ ټولو ته جوته شی چی هرکله په مسلمانانو باندې الله جل جلاله یو ستر ازمیښت راوستی له هغه وروسته دوی صبر کړی قربانی یې ورکړې الله جل جلاله ورته فتحه ور نصیب کړې خو له ډېرو فتحوحاتو وروسته مسلمانانو هغسی چی لازمه وه او اوس لازمه ده جدی، بنسټیز او په فکری لحاظ راتلونکو خطراتو او د اسلام دښمنانو د راتلونکو شومو موخو د مخنیوی او شنډولو لپاره په تول پوره تدابیر نه دی نیولی خو دا هم باید ومنو چی الحمدلله اوس په هره برخه کی ورځ په ورځ پرمختګونه روان دی.

اوس پوښتنه داده چی اوس موږ باید څه وکړو؟

لومړی نظر:اولس ته په فرهنګی لحاظ ذهنیت او ډاډ ورکول،د تیری ادارې کارکوونکو ته عقیدتی او تربیتی داسی دورې پیلول چی اثرات یې حس شی لکه څنګه به چی صلاح الدین ایوبی رح بغاوتیان راټول کړل خپله به یې ورته نصیحت وکړ چی بیابه هغو مخالفینو د ده په امر اورونو ته دانګل.

دوهم:د زړو مجاهدینو د تجربو لپاره  تحقیقاتی مراکز جوړول او د اوسنۍ نړۍ د تخنیکی مقابلې په موخه مختلف ورکشاپونه پرانیستل،همدارنګه فقط له زړو مجاهدینو څخه داسی ځانګړی قطعات جوړول چی د دولت په سیستم کی داخل نه وی نظامی هرڅه باید د هغوی د نظریاتو په رڼا کی ترسره او وشی ځکه چې هغه نظریات د ټولی نړۍ له نظریاتو بیل او مؤثر دی موږ، تاسو او ټولی نړۍ دا روڼ حقیقت ولید.

دریم: د یو ځانګړی کمېسیون ټاکل تر څو د اسلام د دښمنانو تبلیغاتی او فتنه انګیزه، نفاق اچوونکی حرکات و څاری او په اړه یې وخت، د نړۍ د حالاتو  او زموږ د داعیې مطابق مناسبی پریکړی تر سره او صادری کړی ځکه د وخت غوښتنه او اړتیا همدا ده، دا اوس نړۍ لګیا ده چی اسلامی امارت ته سرخوګی د سیمی او نړۍ په سطحه را وپاروی په ګاونډیو ملکونو کی داسی پیښی رامنځته کوی تر څو زموږ احساسات او ولولې را وپاروی اوبه خړې او کبان په کې ونیسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید