روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
امیرالمؤمنین حفظه الله علماووته په ویناکې: د نظام چلښت قانون ته اړتیا لری د دې اړتیا پوره کولو ته به کار کوو
شریعت: د اسلامی امارت امیر المومنین شېخ صاحب حفظه الله د کابل ولایت له شیوخ کرامو یو مهم پنځوس کسیز وفد خپل حضور ته ومنی او مجلس یې ورسره وکړ.
د یاد ملاقات په جریان کی شیوخ کرامو او علما کرامو د اسلامی امارت لاسته راوړنی، شهیدانو ته دعا، د اسلامی امارت له زعیم سره تجدید بیعت، خپله وفا او د خدمت اعلان وکړ.
ولسونو او مجاهدینو ځینی پېشنهادات امیر المومنین شېخ صاحب حفظه الله ته وړاندیکړل چې عبارت دی له: د مجاهدینو، معیوبینو او یتیمانو طرف ته ښه توجه، د مخکنیو مجاهدینو خدمتونو ته راتګ، د تعلیمی نصاب اصلاحاتو ته توجه، د شیوخ کرامو په منځ کی اتحاد او وحدت او داسی نور مختلیف پېشنهادونه یې عالیقدر امیر المومنین شېخ صاحب حفظه الله ته وړاندی کړل.
د امیر المو منین صاحب له طرفه شیوخ کرامو ته دعا او د شهیدانو کورنیو د صبر ته دعا وشوه او د شیخو کرامو په جهادی سلسله کی د اهمیت یادونه وشوه، شیوخ کرامو ته یې خاصې توصیې وکړی، چې تاسو باید د اسلامی نظام په احکامو کی پوره کوشش وکړئ هغه څه چې د ولس په حق کی ظلم وی د هغو په اصلاح کی پوره کوشش او توصیه وکړئ، ترڅو مسلمانان له هر ډول مشکل څخه خلاص شی. د اسلامی امارت زعیم شېخ صاحب حفظه الله د شیوخ کرامو له کړنو څخه مننه او ستاینه وکړه چې باید د علماو په جهادی سلسله کی خدمتونه په تاریخ کی ولیکل شی، په تاریخ کی دداسی خدمتګارو اشخاصو په اړه تراوسه هیڅ نسته، که څه لیکل شوی هغه دداسی اشخاصو په اړه دی چې په واقعې شکل دافغانستان خادمان نه دی پاته شوی.
د شیوخ کرامو د هغو غوښتنو په جواب کی چې مجاهدینو او د هغوی یتیمانو ته باید ځانګړې توجه وسی، د اسلامی امارت زعیم وویل:
د معیوبینو لپاره می هم د شهداو او معلولینو وزارت ته پیسې ورکړی، چې تاسو هغه وړ اشخاصو ته چی په دواړو پښو معیوبین وی یوه اندازه پیسې ورکړی، چې موټر په رانیسې او خپل مشکلات چې دوی یې لری پرې حل کړی او دا یې هم زیاته کړه چې په معیوبینو کی یوازی هغه معیوبین او یتیمان شامل نه دی، چې د شهیدانو بچیان دی یا په جهاد کی شامل دی، بلکی هغه څوک چې زموږ په مقابل کی جنګیدلې دی دهغوی یتیمان او معیوبین هم شامل دی، ځکه هغوی هم د افغانستان خلک دی او مونږ مسؤلیت لرو چې پاملرنه ورته وکړو، د دې ترڅنګ یې یادونه ورته وکړه چې هر عالم دی کوشش وکړی کومی ستونزی او مشکلات چې په اداراتو کی موجود دی د اصولو او قوانینو په حواله باندی د همدې په ارتباط دی په شرعی لحاظ لیکنی وکړی، کتابونه دی ولیکی تر څو د مسلمانانو لپاره د یو اصل په توګه پاته شی، چې په راتلونکی کی له والی تر یو قومندان او مجاهدین له هغه څخه استفاده وکړی، تاسو په دې کی پوره کوشش وکړئ دا نظام به تاسو ساتئ د نظام ساتنه جهاد او فرض عین دی، دا نظام یوازی زه نه شم ساتلای تاسو به راسره همکاران یاست او کوشش وکړئ هغه مسایل چې اختلاف او تفرقه پیداکوی، له هغو څخه دی علمای کرام اجتناب وکړی، که هرڅوک ماته مشوره راکوی ماته یې مشوره قابل د احترام ده ترڅو چې په هر شرعی اصولو برابره وی.
ټولو شیوخ کرامو دکابل د محترم والی شېخ الحدیث مولوی ندا محمد ندیم صاحب خدمتونه وستایل، چې همیشه یې دروازه د خلکو پرمخ خلاصه کړی او ټول خلک ترې ډیر خوشحاله دی، دده په راتګ سره د علمای کرامو اشتراک په غونډو او مشورو اخیستلو کی زیات شوی دی.
په پای کی امیر المومنین شېخ صاحب حفظه الله ټول شیوخ کرام ډیر وستایل، د دوی له خدمتو یې مننه وکړه او ټولو علمای کرامو له امیرالمومنین شېخ صاحب حفظه الله سره بیعت وکړ، او پرون بیرته کابل ته ستون شو.