روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امنیتی کمرې بېرته فعالې شوې دی

د کورنیو چارو وزارت وایی چې د تېر حکومت تر سقوط وروسته په کابل او هغو ولایتونو کې چې امنیتی کمرې فعالې شوې وې اوس بېرته فعالې شوې دی. د یاد وزارت د مخابراتو او عمومی ټکنالوژۍ ریاست وایی چې په تېرو وختونو کې د مخابراتو ریاست، ډیټابېس ریاست او نورو ریاستونو په ګډون د دغه وزارت ډېری ادارې غیر فعالې وې خو اوس تر پنځو میاشتو زیاتې مودې وروسته بېرته فعالې شوې دی. هغه زیاته کړې ده چې په تېره دوره کې د ډیټا سنټر په بشپړه توګه د بهرنیانو له خوا کنټرولېده او دلته موجود سیسټم ویجاړ شوی و چې په وینا یې اوس یې بېرته په فعالیت پیل کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید