روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا: که طالبان خپلو جنایتونو ته دوام ورکړی، هېڅ غوښتنه یې نه منل کېږی

 

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته خبرداری ورکوی، که تاوتریخوالی او جنایتونو ته دوام ورکړی، هغو غوښتنو ته به یې پام و نه شی چې له نړیوالې ټولنې یې لری.

انتونی بلېنکن چې د افغان کډوالو لپاره یې د یوه نوی پروګرام د پېژندنې په پروګرام کې خبرې کولې وویل، طالبان په نړیواله کچه د رسمیت پېژندنې، له تورو نوم‌لړونو د خپلو مشرانو د نومونو د ایستلو او نړۍ ته په ازاد ډول د سفر غوښتونکی دی، خو په خبره یې، که دا ډله تاوتریخوالی کم او جنایتونه کم نه کړی، دا غوښتنې به یې و نه منل شی.

ښاغلی بلېنکن زیاته کړه: “موږ په بېلابېلو سیمو کې چې د طالبانو تر برید لاندې دی، د دوی د جنایتونو شاهدان یوو. دا راپورونه د اندېښنې وړ او د منلو نه دی. دا یوه لویه مساله ښیی او هغه دا چې طالبان راتلونکی کې د ډېرو شیانو په لټه دی. دوی د نړیوالې پېژندنې او نړیوال ملاتړ په هڅه کې دی. دوی غواړی مشران یې په ازاد ډول نړۍ ته سفر وکړی، دوی د بندیزونو پای غواړی. خو که طالبان په زور د هېواد د نیولو او یا هم د شوېو جنایتونو عاملان وی، له دوی سره هېڅ یو شی، کېدونکی نه دی.”

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکایی عسکرو له وتلو وروسته، له دې هېواد سره د تل‌پاتې همکارۍ ډاډ هم ورکړ او زیاته یې کړه، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به یوه سیاسی حل ته د رسېدو برخه کې خپله ډیپلوماسی روانه وساتی.

 

ښاغلی بلېنکن وویل، امریکا په افغانستان په کې یوه سیاسی حل ته ژمنه ده او په دې برخه کې به د سیمې له هغو هېوادونو سره چې په افغانستان د ثبات او ډموکراسۍ پلوی، خپلې همکارۍ ته دوام ورکړی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال داسې له طالبانو غواړی چې جنایات او تاوتریخوالی پای ته ورسوی چې په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې داعش او طالبان د غزنی په مالستان د ۴۰ ملکیانو په وژنه تورن کړی او زیاتوی، که دا پېښه کره وی، جنګی جنایت ګڼل کېدای شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید