روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا: په یوه لارۍ کې د ۴۶ تنو مړی موندل شوی

د راپورنو له مخې، په امریکا کې د یوې لارۍ څخه لږترلږه د ۴۶ کسانو مړی موندل شوی دی.‌

دا پېښه د ټکزاس ایالت د سن انتونیو ښار یوه څنډه کې رامنځته شوې چې د پولیسو په وینا جسدونه یې په یاد ښار کې د اورګاډی پټلیو ته څېرمه د یوې درول شوې لارۍ څخه ترلاسه کړی دی.

پولیس وایی، ممکن دا کسان به ناقانونه کډوال وی چې ښایی د اوبو نه شتون او سختۍ ګرمۍ له امله یې ژوند بایللی وی.‌

د امنیتی چارواکو په وینا، له دغه موټره د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۶ نور کسان په ډېر بد روغتیایی‌ وضعیت کې تر راایستلو وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.‌

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دغه ښار د پولیسو په حواله لیکلی چې د دغه موټر د چلوونکو لټون روان دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید