روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا پر ایران د بندیزونو د معافیت سند تمدید کړ

امریکا پر ایران د بندیزونو د معافیت سند تمدید کړ. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن هغه سند تایید کړ چې له مخې یې ایران د ځینو بندیزونو معافیت ترلاسه کوی. ددې سند له مخې روسی، چینایی او اروپایی شرکتونو ته اجازه ولری چې له ایران سره په تخنیکی چارو کې راکړه ورکړه او همکاری ولری.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلی ددې سند د تمدید یوازینۍ موخه دا ده چې د وین په مذاکراتو کې پرمختګونه رامنځ ته شی. سرچینه وایی دا په دې مانا نه ده چې دوی نور له ایران سره هوکړې ته ورسېدل او اټومی تړون بېرته عملی شو. امریکا وایی خبرې او مذاکرات لا هم روان دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید