روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا د بشر د حقوقو مدافع که د بشریت دښمنه؟!

سلطان محمد سالمزی

غربی ښکیلاک ( امریکا ) چې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د بشر د حقوقو تر عنوان لاندې تش په نامه خپلواکې ادارې تر کنتړول لاندې لری او اکثریت یې استخباراتی پروګرامونه مخ ته وړی او خپل کارکوونکی د بشر د حقوقو مدافعان بولی ولی پخپلو جنایاتو سترګې پټوی، همد وی دی چې په ګرده نړۍ کې یې په بشریت د جګرې او بل کړی او د اسلامی اومت په منځ کې د بې اتفاقۍ زهر شیندی او د ملتونو او قومونو ترمنځ خپل منځی شخړوته لاره هوار وی. مذهبی تعصباتوته لمن وهی او د ولس او حکومت ترمنځ فاصله رامنځ ته کوی همدا غربی ښکیلاکګر ؤ چې د عراق په خپلواک او  اسلامی هیواد یې یرغل وکړ په لسګونو زره بې ګناه عراقی مسلمانان یې پخپلو وینو ولمبول او ولسمشریې ورته د لوی اختر په لمړۍ ورځ اعدام کړ چې داد امریکایانو له اسلام سره د ښکاره دښمنۍ  څرګندونه کوی او پدې عمل سره یې که له یوې خوا اسلامی اومت و درداوه نوله بلې خوا یې په مسلمانانو کې د بیدارۍ احساس هم را ژوندی کړ. تش په نامه د بشر د  حقوقو مدافعینو په لیبیا کې هم د جګړې اورته پوکی و واهه او مسلمانان یې پخپلو کې سره یو په بل ووژل او دغه لړی لا اوس هم دوام لری او د نو موړی هیواد ولسمشر یې په خپلو ایجنټانو په شهادت ورساوه. په یمن کې یې د حوسی شیعه ګانواو حکومت ترمنځ د جګړې او ر بل کړ او همداشان یې په افغانستان بر بنډ یرغل وکړ او د خپلو بې ایمانه روزل شویو ایجنټانو په وسیله یې په سلګونو زره بې ګناه او مظلوم افغانان په شهادت ورسول بې ایمانه دوستم چې په دښت لیلې او قلعه جنګی کې په زرګونو معصوم طالبان په شهادت رسول د بشر د حقوقو دغه ټیکداران د دوی په وړاندی ولی خاموش اوغلی ؤ همدا غربی ښکیلاکګر ؤ چې بیسواده دوستم یې ترجنرالۍ  او مارشالۍ لوړ کړ هغه په کوم پوهنتون کې روزل شوی ؤ اویایې د کوم بهرنی هیواد سره د خپل وطن د آزادۍ او حریت په ګرمه معرکه کې داسی اتلولې کړی وه چې دغه ویاړ یې ګټلی  وای، منحوس دوستم ته یواځی د مظلومو  او مؤمنو افغانانو په وژلو دغه القاب د غربی او شرقی اشغالګرو له لوری چې دواړو یې د مؤمنو مجاهدینو په مقابل کې له شرموونکی ماتې سره مخامخ شول ورکړل شو.

امرالله ناصالح د C.I.A جاسوس چې په افغانستان کې د مرموزو وژنو مسؤل دی هم د غربی ښکیلالګرو په تبلیغاتو بې ډزه قهرمان او  دافغانستان دمسلمان ملت لمړی درجه دښمن ګڼل کیږی، دغه اختیارات چا وړکړل. د بشر د حقوقو دغه ټیکه داران چیرته اوولې چوپه خوله ؤ اوس دې نړۍ دا فکر نه کوی چې افغانان ړانده او یا هم کاڼه دی هر څه وینی او اوری او په هرڅه پوهیږی نور دی اشغالګر دا خوب او خیال له ‌ذهن اوزړه څخه وباسی چې یو واربیا په افغانانو کې دبې اتفاقۍ تخم وشیندی او په یوې بلې جګړه کې یې را ښکیل کړی، اوس ټوله نړی او په ځانګړی توګه افغانان پوهیږی چې غربی ښکیلاک ( امریکا ) د بشر د حقوقو مدافع نه بلکه د بشریت ستره دښمنه او په نړۍ کې د تروریزم روزونکې او پالونکې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید