روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا د افغانستان له پیسو ۳.۵ میلیارده ډالر افغان مرکزی بانک ته ورکوی

شریعت: امریکا د افغانستان کنګل شویو پیسو څخه ۳.۵ میلیارده ډالر «د افغانستان مرکزی بانک» ته ورکوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې متحده ایالاتو په دې خبرې کړی، څو د افغانستان د کنګل شویو پیسو درېمه برخه یې د افغانستان مرکزی بانک وسپاری.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلی، چې دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې امریکا او طالبانو په دوحه کې د یادو پیسو په اړه بحثونه وکړل.

امریکا وایی، دا کار د افغان اولس د ګټې په موخه ترسره کوی چې ورسره به د افغانستان په مرکزی بانک د نړیوالو باور هم پیدا شی.

امریکا د افغانستان تر نهه میلیارده ډالره وروسته تر هغې کنګل اعلان کړل چې بشپړ افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد.

ممکن است شما دوست داشته باشید