روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا د افغانستان د شتمنیو کنګل کولو د هر ډول بدمرغه پایلو مسؤل دی

شریعت: امریکا دې د افغانانو کنګل شوې شتمنی ازاده کړی. ورلډ پولټیک رېویو په یوه اوږده مقاله کې د افغانستان پر وضعیت او کنګل شوې شتمنۍ خبرې کړې دی. سرچینه کاږی چې امریکا په ناروا توګه د افغانانو میلیاردونه ډالر شتمنی کنګل کړې ده او دغه هېواد یې له ناوړه اقتصادی وضعیت سره لاس او ګریوان کړی دی.

دغه نشریې ته د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ویلی چې دوی د بېوزله افغانانو شتمنی نه غواړی او امریکایی حکومت یې باید ژر تر ژره آزاده کړی. دوی ویلی چې دا شتمنی باید میاشتې وړاندې د افغانانو د ژغورلو لپاره آزاده شوې وی.

نشریې هم ویلی چې د شتمنۍ د کنګل دوام به د نړۍ او افغانستان لپاره معکوسې پایلې ولری چې مسوولیت به یې پر امریکا وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید