روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکایی او روس استازو په جنیوا کې خپلې اته ساعته خبرې پاى ته ورسولې

دامریکا او روسیې استازو اته ساعته خبرې پرون ماښام په جنیوا کې پاى ته ورسولی.

دغه خبرې چې دروسیې په غوښتنه ترسره کیږی د روانې اوونۍ په ترڅ کې به هم دوام وکړی.

په دې خبرو کې ډیر تمرکز د اوکراین له پولې سره د روسیې د پوځی ځواکونو دځاى پرځاى کېدو پرمسالېو څرخی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې شیرمن له خپل روسی سیال سرګې ریابکوف سره خبری جدی وبللې.

هغې زیاته کړه  چې دامریکا متحده ایالات له څو وړاندیزونو سره د جنیوا خبرو ته راغلی چې په ختیځه اروپا کې د هوایی مدافعې د توغندیو د سیستم نصبول او پرپوځی تمریناتو محدودیتونه لګول هم په کې شامل دی.

لویدیځ هېوادونه د اوکراین له پولې سره د روسی د شاوخوا سل زره پوځیانو ځاى پرځاى کیدا سخت اندیښمن کړی دی خو مسکو  وایی پر اوکراین د برید پلان نلری.

په عین حال کې روسیه غواړ ی چې اوکراین او د پخوانی شوروی اتحاد نورو جمهوریتونو ته دې په ناټو کې غړیتوب نه  ورکول کیږی او هم په  ختیځه اروپا کې دلویدیځ ځواکونو ځاى پرځاى کیدا دې محدوده وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید