روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امانت داری په بیت المال کی

د یوی روغی، سالمی او پرمختللی ټولنی لپاره اخلاقی خصوصیت دادی، چی که هغه په هر برخه کی وی د افرادو ترمنځ یی د امانتداری خوی او عادت رواج وی. خیانت د جرم، جنایت، اندیښنو او ګیلو د رامنځته کیدو اساسی عامل دی. د خیانت په پایله کی د دوستانو والدینو اولادونو او حتا د خاوند او ښځې تر منځ د بی اعتمادی او بی باوری فضا رامنځته کوی. علما، د اخلاقو مربیان، ارواپوهان او ټولنپوهان ټول پر دی خبره د نظر یوالی لری، چی افراد او ټولنی لپاره تر ټولو بهترین اخلاق او خوی امانت داری ده، او په دی خبره کی هیڅوک هم اختلاف نظر هم نه لری. د دی سره چی په زیاترو بشری ټولنو کی د اخلاقی فضایلو د کمښت ناری او ګیلی اوریدل کیږی، خو بیا هم زمونږ او ستاسو ټولنه د امانتداری پر اهمیت او د دوی د لوړو اخلاقو بالمقابل  دخاینانو پر حقارت، سپکوالی او بدی باندی اجماع او دنظر یوالی لری. امانت  الله (ج) پر خپلوبندګانو فرض کړی دی، چی کونکی ته یی ثواب او پریښودونکی ته یی عذاب ورکول کیږی. دا دهغه دروند بار ښه معنا ده چی د وړلو څخه یی آسمانونو او ځمکو ډډه کړی ده.  ځکه د هغوی تعقل، تفکر او ارادی وس نه لری. چی عقل او اراده ونه لری نو د خیر او د شر خبره خو بیخی د هغوی په اړه مطرح نه ده. الله (ج) د مخلوقاتو په منځ کی یواځی انسانان دی چی د عقل او ارادی خاوند دی، او کولای شی چی د خپلو غوښتنو او غریزو په اړه تصمیم ونیسی، او د خیر او حق پر لاره برابر او د الهی قانون تابع داری وکړی، او وکولای شی چی په ټولنیزو روابطو او اړیکو کی پر خپلو وعدو وفا او عمل وکړی، او د انسانانو په منځ کی اعتماد د رامنځته کیدو لپاره هڅه وکړی. او که هغه د دی مسئولیتونو په اداینه کی کوتاهی وکړی نو د الهی امانت کی یی خیانت کړی دی، د تباهی زمینه یی برابره کړیده، په خپل ځان او ټولنه یی ظلم کړی، او د خیانت د خطراتو اثراتو چی پرخلکو یی لری بی تفاوته پاتی شوی دی. نو په دی اساس امانت داری د ټولو مسئولیتونو اداینی او ټولو اجتماعی او اخلاقی تعهداتو ته شاملیږی. یا په بل عبارت امانت داری د مسلمان دینی، اجتماعی، اخلاقی، اقتصادی او……  اساسی بنیاد جوړوی اومستقیمی لاری ته یی سوق کوی. بلخصوص  د اسلامی نظام مدافعین (مجاهدین) باید خپل زانونه په اسلامی روحیه سمبال کړی، کوم څه چی الله (ج) منع کړی ځان تر وساتی او کوم څه چی الله (ج) روا کړی دی هغه ترسره کړی. بناَ د الله (ج) په نصرت او د مجاهدینو په کلکه اراده افغانستان مو د اشغال څخه آزاد کړ. اوس د خپل هیواد مالکین په خپله افغانان دی، بناَ اوس چی کوم بیت المال زمونږ په لاس کی دی دا زمونږ لپاره  یو امانت دی، د دی خیال باید وساتل شی او بیزایه مصرف نه شی، ځکه کچیری مو دغه بیت المال که هغه موټر، اسلحه……  بی ځایه مصرف کړل،  یو خوا به د الله (ج) د امر څخه سر غړونه وشی او بل خوا به دغه د سپیڅلو شهیدانو په قربانیو رامنځته شوی سپیڅلی اسلامی نظام د ضعف سبب به شی،  چی دواړه ناوړه او خطرناکی پایلی لری. نو مونږ ته پکار ده چی دغه کوم شیان چی زمونږ په اخیار کی دی باید په سمه لاره کی مصرف کړو تر څو د دینوی او اخروی عزت او کامیابی سبب مو وګرزی.

په درنښت

ممکن است شما دوست داشته باشید