روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

المپیکی سیالیو کې ۵ افغان لوبغاړی څوک دی، بریاوو ته یې هیلې شته؟

 

د ۲۰۲۱ میلادی کال د توکیو المپیکی نړیوالې سیالۍ پیل شوې، پنځه افغان لوبغاړی په دې سیالیو کې برخه اخیستې ده.
دا افغان لوبغاړی څوک دی؛ وړاندې یې کومې بریاوې خپلې کړی او په المپیکی سیالیو کې یې بریاوو ته څومره هیلی شته؟
د افغانستان د المپیک ملی کمېټې یې په اړه ویلی، بېلابېلو ورزشونو کې برخه اخیستونکی دا پنځه افغان لوبغاړی تر ډېره ځوانان دی او د بریاوو ډېرې هیلې یې شته.
۱- کیمیا یوسفی
۲۴کلنه کیمیا یوسفی د دوهم ځل لپاره په دې سیالیو کې برخه اخلی.
دا افغانه لوبغاړې چې د ۲۰۱۶ میلادی کال په المپیکی سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنه نه درلوده دا ځل هڅه کوی چې بریا خپله کړی.
کیمیا یوسفی د اتلتیک یا لنډ واټن د ځغاستې په سیالۍ کې چې سل متره کېږی خپل بخت ازمایی.
نوموړې که څه هم تردې دمه په نړیواله کچه کوم مډال نه دی ترلاسه کړی، خو په کوردننه یې د ځغاستې په سیالیو کې اتلولی ترلاسه کړې وه.
۲- شاه محمود نورزی:
۲۹ کلن شاه محمود نورزی هم د ځغاستې په سیالۍ کې برخه اخلی. دی په لومړی ځل په نړیوالو سیالیو کې راڅرګندیږی.

نوموړی د افغانستان د اتلتیک ملی لوبډلې غړیتوب لری او له دې وړاندې یې په افغانستان کې د سل متره منډې په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی دی.
۳- فرزاد منصوری:
۲۰ کلن فرزاد منصوری چې د المپیک سیالیو د تکواندو په رشته کې مقابله کوی، درې کاله وړاندې یې د افغانستان د تکواندو ملی لوبډلې ته لاره پیدا کړې وه.
نوموړی له دې وړاندې په کور دننه او بهر بېلابېل مډالونه ګټلی دی.
منصوری د افغانستان په استازولۍ په بېلابېلو اسیایی سیالیو کې برخه اخیستې او درې د طلا، درې د نقرې او یو د بُرنزو مډال یې ګټلی دی.
د المپیک ملی کمېټې ویلی، د هغه تېرو لاسته راوړنو ته په کتو ډېره هیله مندی شته چې د المپیک په سیالیو کې د سروزرو مډال خپل کړی.
۴- فهیم انوری:
فهیم انوری چې شل کاله عمر لری بل هغه افغان لوبغاړی دی چې د المپیک سیالیو د لامبو وهنې په برخه کې به خپل بخت ازمایی.
دا لومړی ځل دی چې د لامبو یو افغان لوبغاړی د المپیک په سیالو کې برخه اخلی.
دی به د سل متره فری سټایل د لامبو وهلو په سیالیو کې هڅه کوی چې مډال وګټی.

نوموړی تردې دمه په نړیواله کچه کومه د پام وړکارنامه نه ده کړې، خو په کوردننه یې د ٣٠ لامبو وهونکو په منځ کې لومړی مقام خپل کړی.
۵- مهدی یاوری:
دغه شان بل افغان لوبغاړی چې د نښې ویشتنې په رشته کې به د مډال د ګټلو هڅه کوی ۲۶ کلن مهدی یاوری دی.
دی د لومړی ځل لپاره د المپیک په سیالیو کې برخه اخلی. نوموړی به له لس متره واټن څخه نښه ویشتنه کوی.
د المپیک د ملی کمېټې د معلوماتو پر بنسټ چې ښاغلی یاوری تردې دمه په کومه نړیواله سیالۍ کې برخه نه ده اخیستې، خو د نښې ویشتنې د نړیوال فدراسیون ټول معیارونه یې پوره کړی دی.
د افغانستان د المپیک ملی کمېټې په دې سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ښه ځلېدا هیله ښودلې ده.
د دې کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزی ازادی راډیو ته وویل چې یادو افغان لوبغاړو د دغو سیالیو لپاره پراخه تمرینات کړی او ښې لاسته راوړنې به ولری.
د افغانستان د المپیک د ملی کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزی وایی چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د نښې ویشتنې په برخه کې وکړی.
دا شان به د روانې جولای میاشتې په ۲۷ مې د سې شنبې په ورځ د تکواندو افغان لوبغاړی د خپل سیال پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شی.

د همدې میاشتې په ۲۹ مه او ۳۰ مه نېټه به د لامبو وهلو سیالۍ ترسره شی او د اګسټ له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر درېیمې به د منډې وهنې سیالۍ وی.
افغانستان په وروستیو شلو کلونو کې دوه ځله د تکواندو په برخه کې د روح الله نیکپا او نثار احمد عبدالرحیمزی پرمټ د المپیک د بُرنزو مډالونه ګټلی وو.
د توکیو المپیک نړیوالې سیالۍ چې ټاکل شوې وه، په ۲۰۲۰ میلادی کال کې ترسره شی، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یو کال وځنډېدې.
دا سیالۍ د جولای په ۲۳ مه پیل شوې او د اګسټ تر اتمې غځیږی، دې سیالیو کې د نړۍ د ۲۰۴ هېوادونو ۱۱۰۹۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده. دا سیالۍ به د جاپان په ۴۲ وزرشی لوبغالو کې ترسره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید