روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اقتصادی کنفرانس د ښې راتلونکې زېری لری…!

لیکنه: سلیمان سعید

د تېرې چهارشنبې په ورځ؛ په کابل کې (د افغانستان نوی اقتصادی پیل) تر نامه لاندې؛ یو لوی کنفرانس ترسره شو، په دغه کنفرانس کې د اسلامی هېوادونو په ګډون د نړۍ شاوخوا شپېتو هېوادونو برخه اخیستې وه.

واقعاً چې د دغسې یو کنفرانس رابلل او بیا ورڅخه لویه استفاده کول، د اسلامی امارت ډېر په زړه پورې ابتکار او د پرمختګ په لور ستر ګام دی. د اسلامی امارت مسؤلینو د دغه کنفرانس له لارې نړۍ ته خپل دریځ واضح کړ، پانګونې ته یې راوبلل، پر سیمه ییزه اقتصادی همکارۍ یې بحث وکړ، د عاجل او موقت وخت لپاره یې بشری مرستو ته نړیوال وهڅول او د تلپاتې او اوږدمهاله اقتصادی پرمختګ لپاره یې په بنسټیزو چارو ټینګار وکړ. او مهمه دا چې د ګردې نړۍ بشردوستی یې چلینج کړه، د هغوی له مکر، درواغو او منافقت څخه یې پرده پورده کړه او رښتینی کار ته یې وبلل.

په دغسې کړکېچنو حالاتو کې د دومره لوی شمیر هېوادونو رابلل او د خپل هېواد او ملی ګټو لپاره یې هڅول د ښې راتلونکې زېری لری. د اسلامی امارت له هڅو معلومیږی چې دوی نه یوازې ځمکنۍ خپلواکۍ تر لاسه کړه، بلکې د اقتصادی خپلواکی او ځان بسیاینې لپاره هم کلک عزم او کامیاب پلانونه لری.

لکه څرنګه چې رئیس الوزراء ښاغلی ملا محمد حسن اخند خپله وینا کې وویل چې د هېواد د اقتصاد په برخه کې دوه ډوله اقدامات اړین دی، یو دا چې فی الحال د موقت وخت لپاره عاجلې بشری مرستې وشی او دوهم دا چې د هېواد د اقتصادی پرمختګ لپاره زېربنایی او بنسټیزې چارې ترسره شی.

اسلامی امارت هڅه کوی چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادی مشترکاتو پر اساس روابط جوړ او پانګونې ته یې وهڅوی. دا ډېره اهمه موضوع ده، کله چې د سیمې او نړۍ هېوادونه او پانګوال دلته سرمایه ګزاری ته چمتو شی، نو له یوې خوا دا خپله زموږ د رسمیت پېژندنې لپاره زمینه برابروی او له بلې خوا زموږ د هېواد په ښه او بده کې اړوند هېوادونه ښکیلیږی. پخوا خو داسې ؤ چې که دلته به سرې لمبې بلېدې، سیمې او نړۍ ته یې هیڅ خطر او تاوان نه ؤ، خو اوس چې دوی سره اقتصادی مشترکات رامنځ ته کړو، په دوه اړخیزو اقتصادی ګټو یې قانع کړو او دلته سرمایه ګزاری وکړی، بیا به یاد هېوادونه زموږ موضوع کې دخیل وی، نو تر ډېره حده به د منزوی کېدو له خطر، بهرنیو فشارونو او امنیتی ستونزو محفوظ یو. او اړوند هېوادونه به هم د خپلو ګټو پر اساس زموږ زموږ پر ملاتړ مجبور وی.

په افغانستان کې اوس الحمدلله؛ سرتاسری امن دی، هر څوک کولی شی دلته په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړی، هم به د پانګوالو ګټې خوندی وی، هم به موږ د اقتصادی رفاه او خودکفایی پر خوا ګامونه واخلو او هم به مو ګڼ شمېر هېوادوالو ته د هېواد په داخل کې د کار زمینه برابره شی.

موږ د معدنیاتو، برېښنا او نورو خدای راکړیو امکاناتو تر څنګ، له خپله موقعیت څخه هم ډېره لویه استفاده کولی شو. زموږ هېواد د ګڼو هېوادونو تر منځ د ترانزیټ لارې جوګه دی، کولی شو له هوایی او ځمکنۍ ترانزیټ لارې څخه پرېمانه عواید تر لاسه کړو.

په دغسې ابتدائی او نازکو حالاتو کې هم اسلامی امارت توانیدلی چې د خپلو ادارو مصارف په خپلو ملی عوایدو پر مخ یوسی، بلکې آن رغنیزې چارې یې هم جاری ساتلې دی.

حال دا چې پخوا به دغه ټول مصارف د بهرنیو هېوادونو په مرستو پوره کېدل، وجه یې دا ده چې اوس غلا، اختلاس او رشوت نشته، د اسلامی امارت مسؤلین په پوره شفافیت سره عواید راغونډوی او اړوندو ادارو ته یې سپاری.

څو ورځې وړاندې اسلامی امارت اعلان وکړ چې نور به اقتصادی کال د جدی پر ځای، د حمل له میاشتې پیلیږی، په حقیقت کې همدا د اقتصادی خپلواکۍ اعلان دی!

معنی دا چې پخوا خو به د جدی په میاشت کې اقتصادی کال شروع کېده، تر څو د نورې نړۍ د اقتصادی کال له پیل (جنوری) سره برابر راشی او هغوی یو څه چنده راولیږی، مګر اوس اسلامی امارت ثابته کړه چې همدغو کړکېچنو حالاتو کې هم له خپلو داخلی ملی عوایدو څخه خپل حکومت چلولی شی او پردیو ته سترګې نه نیسی. هر څه به په خپله کوو، د نورو برخو په څېر په اقتصادی برخه کې به هم پوره استقلال لرو او د هیچا مرستو ته به نه یو محتاج، نور به هیڅوک د یو څو پیسو په بدل کې خپل ناوړه شرایط پر موږ نه شی منلی.

الحمدلله؛ په اقتصادی برخه کې د اسلامی امارت پلانونه ډېر دقیق او کامیاب دی او که خدای کول ډېر ژر به پر ځان بسیا او ډېره ښه راتلونکې ولرو. ولس باید د غرب د شیطانی رسنیو له تبلیغاتو او پروپاګند متأثره نشی، هغوی فقط د خلکو مایوسه کول او له کار، پانګونې او پرمختګ څخه د خلکو ایسارول غواړی.

 ډاډه اوسئ٬ کله چې یو هېواد استقلال ولری او مسؤلین یې پاک او صادق اشخاص وی، هغه هېواد حتماً پرمختګ کوی، مګر د غلامۍ په حالت کې اقتصادی پرمختګ هیڅ امکان نه درلود، ځکه خو شل کاله وروسته هم دغه حال دی، څرنګه چې پردۍ مرستې بندې شوې، ټول هېواد وږی شو، دا ځکه چې د زیربنایی اقتصاد لپاره هیڅ هم نه دی شوی، هر څه مصنوعی وو. خو تر دې وروسته به د پرمختګ په لور بنسټیز ګامونه اخلو او اقتصادی استقلال به هم تر لاسه کوو!

ان شاء الله…!

وما ذلک علی الله بعزیز!

ممکن است شما دوست داشته باشید