روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان کمانډو هرات کې د طالبانو له زندانه ۴۱ بندیان ازاد کړی

د افغانستان دفاع وزارت په هرات ولایت کې د طالبانو له زندان څخه د ۴۱ بندیانو د ازادولو خبر ورکړ.
دفاع وزارت پرون سې شنبه مۍ ۲۵ (غبرګولې څلورمه) ویلی چې دغه بندیان تیره شپه د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په «مروا» سیمه کې د وسله والو طالبانو پر زندان د ځانګړو عملیاتو پرمهال را خلاص شوی دی.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوی چې په ازاد شویو بندیانو کې ۱۹ تنه امنیتی سرتیری او ۲۲ تنه ملکی وګړی شامل دی.
د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو په اساس د دغه عملیاتو پرمهال ۷ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوی او یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلی دی.
دفاع وزارت وړمه شپه هم د افغانستان په بغلان ولایت کې د طالبانو له زندان څخه د اتو تنو بندیانو د ازادولو خبر ورکړی و.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دی ویلی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هم د عملیاتو پرمهال لسګونه زندانیان د طالبانو له زندانونو څخه خلاص کړی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت په وینا د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې د طالبانو شپږ زندانونه د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال مات شوی او لسګونه زندانیان چې ملکی او پوځی کسان پکې شامل وو خوشی شوی دی.

تر دې مخکې یوناما د طالبانو په زندانونو کې له زندانیانو سره د طالبانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو طالبانو د یوناما راپور رد کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید