روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان پلاوی د سوداګرۍ د پراختیا په موخه ازبکستان ته تللی دی

شریعت: د افغانستان اسلامی امارت د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست نورالدین عزیزی په مشرۍ یو ګډ پلاوی نن سهار د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته روان شوی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د نورالدین عزیزی په مشرۍ د حکومت او خصوصی سکتور یو ګډ پلاوی نن سهار پلازمېنې تاشکند ته روان شوی دی. راپورونه وایی چې یاد پلاوی به له ازبک چارواکو سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د ټرانزیټ د اسانتیاوو او د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې اترې ولری. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته ازبکستان له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړې دی او په بېلو برخو ځانګړې توګه سوداګرۍ کې یې له افغان حکومت سره د ګډ کار ژمنې کړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید