روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان ولس په تبلیغاتی، اقتصادی او جاسوسی جګړه کې ښکېل دی!

په دې کې هیڅ شک نشته چې موږ ترڅه دپاسه څلورو لسیزو بې مثاله قربانیو وروسته  ایله په دې وتوانېدو چې د خپل هېواد لرو برو او ټوله خاوره د پردیو جنګې ځواکونو له تاړاکونو، چاپو او پلټنو خلاصه، ګډوډی او فساد ختم او ګرد سره ملکی او نظامی ادارې ایکی یوه مرکزی نظام پورې وتړو. افغان ولس د همدومره لاس ته راوړنې بدل کې انتهایی درنه بیه پرې کړې او بې شانه کړاوونه یې زغملی دی. دا چې په یاده موده کې د وارسا او ناټو دواړو ځواکمنو لښکرو سره زموږ مېړنیو شازلمو تر هغه بریده سختې او خونړۍ جګړې پرمخ بوتلې چې اخر پای یې له دې خاورې په شړلو مجبور او ګرده نړۍ کې بې حیثیته کړل، طبیعی ده چې اوس به یې زموږ پر خلاف زړونو کې دحسد او کینې سختې لمبې بلې وی. اوس موږ همدومره خپلواکی ترلاسه کړې او هر با احساسه وطنپال افغان په همدې سره ویاړی او همدا یو ستر پت او عزت ګڼی. خو بل لورته له دې حقیقته هم څوک سترګې نه شی پټولی چې دا کړېدلی ملت لا هم د ټولو غرضی هېوادونو په سخته تبلیغاتی، اقتصادی او جاسوسی جګړه کې ګیردی. دا جګړه سخته په شدت روانه ده. ځکه له یوې خوا همدغو کینه کښو هېوادونو خپل ټول تبلیغاتی ماشین ته افغان ولس په هدف کې ورکړی چې شپه – ورځ یوازې منفی ټکی، ښکرور دروغ او لمسوونکی بیانونه خپروی، بل پلویې زموږ د اقتصادی بسیاینې او پرمختګ د مخنیوی لپاره بندیزونه لګولی او شتمنی یې را کنګل کړې او بل لور ته یې داسې پټه استخباراتی جګړه شروع کړې ده چې د اجرتی قاتلانو پرمټ زموږ امنیت ګواښی. مثلاً اختطافونه کوی، په مذهبی مراکزو، جوماتونو او  تعلیمی ادارو کې بې رحمه چاودنې کوی او د مهمو شخصیتونو په ترور پسې لګیا دی. دغه تخریبکاره ډله اوس مهال د بهرنیانو له همیانۍ دڅو ناچیزه پیسو ټکو ګټلونه پرته بله هیڅ کومه اجندا او داعیه نه لری، خو باداران یې بیا د ازادۍ او بشری حقونو لپاره یوه مقدسه ملی مبارزه بولی. مطلب دا چې هر بادرده  او پر هېواد او ملت خوږمن مسلمان افغان باید کلک باوری اوسی چې پروړاندې یې د پرله پسې کار، جدیت، اخلاص او صبر خورا لوړ پېچومی پاتې دی. نو ترهغه چې یادې لوړې – ژورې یې نه وی وهلې او د ځان بسیاینې لپاره یې بشپړ کار او هڅه هاند نه وی کړی، نه به نړیوال د سړیتوب په سترګه ورته وګوری، نه به یې پت او ناموس خوندی شی او نه به د پردیو له احتیاجه خلاص. بنا پردې اوس وخت راغلی چې ملا، طالب، استاد، سیاستوال، ملک، مخور او هر ټولنیز  او مسلکی شخصیت د موجوده لاس ته راغلې خپلواکۍ قدر وکړی، د نظام د اصلاح او استحکام لپاره ګټورې مشورې ورکړی او د ملی ګټو د ساتنې لپاره بشپړ جدیت څرګند کړی. همدا رنګه بله ضروری خبره داده چې باید ټول مشران او کشران له وړو او فرعی مسایلو تېر او د غټو او مهمو مصالحو لپاره کار وکړی. په کار ده چې زموږ د ټولنې د هرې طبقې غړی  دا واقعیت هیڅکله له یاده ونه باسی چې موږ خپله دینداری، ناموس داری او خپل پت و عزت یوازې د هېواد په خوندیتوب، خپلواکی – سوکالی او له پردیو د استغنا په صورت کې ساتلی شو، نه د موجوده پرېشانۍ او بې وزلۍ په حالت کې. نو راځئ له هوسونو تېر شو، هر یو خپل ځان لا هم د جګړې په نویو سنګرونو کې محاصره وګڼو، شپه  – ورځ د خپلو بې شمېره دښمنانو د شیطانی دسیسو او د جالی پلانونو د شنډولو لپاره فکرو سوچ وکړو او د غوره اغېزناکو تدابیرو په چمتو کولو سره له موجوده ستونزو ځان او هېوادوال وژغورو.

ممکن است شما دوست داشته باشید