روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان ولس د امنیتی  ځواکونو میړانې ستایی او ملاتړ یې کوی

هرساعت او هره شیبه دافغان امنیتی او دفاعی ځوکوانو ورځ ده اوباید هم تل د دوئ ستاینه او قدردانی وشی ځکه چې دوئ شپه او ورځ دخپلو خلکو اوګران هیواد له لویشت لویشت خاورې څخه د دفاع اوساتنې په موخه  ویښ او بیداردی اوهرهغه افغان دښمنه غلیم چې غواړی دهیوادوالو امنیت وګواښوی نودوئ یې پروړاندې ودریږی او خپله سینه سپرکوی ، دایو انکار نه منونکی واقعیت دی چې د افغانستان ملی، امنیتی او دفاعی ځواکونود تاریخ په اوږدو کې د خپل هیواد، له ځمکنۍ بشپړتیا او ملی واکمنۍ څخه د هر ډول قربانۍ په منلو سره تل دفاع کړې او د هیواد د ښمنانو ته یې داسې ماتې ورکړې چې د تاریخ له حافظې څخه هیڅ وخت هیریدلی نه شی او راتلونکی نسلونه به هم د تل له پاره پرې ویاړی، ځکه تاریخ شاهد دی چې زموږ پر ویاړلی هیواد هر وخت چې د نړۍ زبرځواکونو او نیواکګرو برید کړی، د امنیتی ځواکونو او افغان ولس له سخت مقاومت  سره مخامخ شوی او بیایې هیڅګله هم خپل سر له خپلې تنې سره بیرته نه دې وړی که څه هم په ۱۹ مه پیړۍ کې انګریزانو د نړۍ د ستر طاقت په توګه پر افغانستان درې ځلی برید وکړ، خو په هر برید کې له سختې ماتې سره مخامخ شول او بې شمیره تلفات یې ولیدل، دغه راز په شلمه پیړۍ کې چې روسانو د ۱۳۵۸لمریز کال د مرغومې په شپږمه پر افغانسان برید وکړ نوهم ولیدل شول، چې روسان په ۱۳۶۷لمریز کال د سلواغې په شپږویشتمه د شرموونکې ماتې په منلو سره له افغانستان څخه ووتل ، یعنې لکه څنګه چې انګریزانو په افغانستان کې ډیر تلفات ورکړل، روسانو هم په افغانسان کې  د نهو کلونو په موده کې کابو ۱۳ زره پوځیان له لاسه ورکړل او له ۶۰ زرو څخه زیات نور ټپیان شول او شوروی اتحاد هم ټوټې ټوټې او دړې وړې شو ، په روانه ۲۱مه پیړۍ کې هم دافغانستان خلک له نړیوال تروریزم او افراطیت سره سختې جګړې پرمخ وړی او نړیوال تروریزم په ډیره بې رحمانه توګه دافغانستان ځوانان، سپین ږیری، ښځې او ماشومان په ډله ییزواو ځانمرګو بریدونو کې په شهادت رسوی او د هیواد په ټولو ولایتونو کې د افغان امنیتی  او دفاعی ځواکونو پر وړاندې کرغیړنه جګړه پر مخ وړی، په افغانستان کې د نړیوال تروریزم په وړاندې افغان امنیتی ځواکونو د هر ډول قربانۍ په منلو سره د خپل هیواد او خلکو ساتنه او دفاع په پوره میړانې سره کړی او له هیچا پټه نه ده چې د افغان امنیتی ځواکونو په وړاندې یو شمیر بهرنۍ استخباراتی شبکې هڅه کوی چې جګړه په افغانستان کې په دوامدار ډول  جاری وساتی خو افغان دولت او خلکو له نړیوال تروریزم سره د جګړې په بهیر کې د هیواد د دښمنانو ناوړه دسیسې په خپل وخت د امنیتی ځواکونو پر مټ شنډې کړی دی، په تیرو ۱۸ کلونو کې افغان امنیتی ځواکونو وکولای شول چې په ټوله کې وسله وال مخالفین د هیواد په هرګوټ کې وځپی او  ددې مجال هم ورنه کړی چې کومه سیمه ونیسی او ترخپل کنترول لاندې یې راولی ، افغان دولت د تروریزم د له منځه وړلو له پاره شپه او ورځ هڅه کوی چې خپل امنیتی ځواکونه له هره اړخه او په ځانګړی ډول د هوایی ځواک له پلوه یې پیاوړی او غښتلې کړی نن زموږ امنیتی ځواکونه په ځانګړی ډول له خپل هیواد او خلکو څخه دفاع او ساتنه کوی او د دښمنانو قوی سنګرونه د جنګی الوتکو په وسیله د پوځی یرغلیزوعملیاتو په بهیر کې له منځه وړی ، نو افغان ولس تل په خپل امنیتی ځواکونو چی په حقیقت کې هغه ټول د دوئ اولادونه دی او د ګران افغانستان رښتینې ساتندویان دی تل ویاړی اود زړه له تله یې ستاینه کوی.

دغه راز ددی ټکی یادونه هم ضروری ده چی په هیواد کی د پردیو له خوا همدغی تپل شوی بدمرغی جګړی افغان ولس هم متاثره کړى دى اوهره ورځ ددغی جګړی دناخوالو له امله عملاً قربانی ورکوی اوله نه جبیره کیدونکو مالی او ځانی زیانونو سره مخامخ کیږی چی ددغی بدمرغی جګړی دختمولو اودهغو کسانو په پوهولو چی په یو ډول نه یو ډول دافغانستان له اسلامی دولت څخه ناراضه دی اوپروسله وال مخالفت یی لاس پوری کړى دى، دهیواد د علمای کرامو ونډه ارزښتناکه او اغیزمنه ده اوهم دافغانانو ترمنځ د پراخ بنسټه اتفاق، اتحاد اوملی یووالی رامنځته کولو او ټینګښت په برخه کی هم دقدرمنو دینی عالمانو رول ډیر ارزښتناک ، گټور او دپام وړدى،پردی اساس دهمدغه اصل مطابق باید افغانان په خپلو منځونوکی داتفاق، اتحاد، ملى پیوستون اوملی یووالی مزی کلک کړی ترهغه چی له شته هر راز بدمرغیو اوناخوالو څخه چی اوس ورسره لاس اوګریوان دی وژغورل شی ،اوپه پایله کی تلپاتی نیکمرغه سوله او ډاډمن امنیت په ټول هیواد کی ټینګ، قایم او دایم شی، ترهغه چی په دی توګه دافغان دښمنو بهرنیو استخباراتی شبکو ټولی ناوړه دسیسی او شوم اهداف شنډ او له خاورو سره خاوری شی او بالاخره په پایله کی افغان جګړه ځپلی ولس ته په خپل پلرنی ټاټوبی کی په تلپاتی ډول دهوسا ژوند دپرمخ بیولو لپاره بشپړه سوله ییزه اوډاډمنه فضا برابره شی، دمګړۍ د یو بیساری لومړیتوب له کبله ددې اړتیا لیدل کیږی چی افغان ولس باید سل په سلو کې دخپل امنیتی او دفاعی ځواکونو پراخ ملاتړ وکړی او په هرډول شرایطو کې  له دوئ سره همکاری او همګام واوسی ترهغه چې دافغان دښمنو کړیو ټول شوم اغراض په ریښو کې شنډ اودوئ  ته هم د جګړې په ډګرکې ریزمریزکوونکی ګوذارونه ورکړی او بالاخره په پایله کې ډاډمن امنیت او نیکمرغه سوله د افغان ولس په برخه شی.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید