روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
شریعت: د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزراء د مطبوعاتو او همغږۍ رئیس مولوی حبیب الله پرون پروان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د پروان توپ درې له استوپې څخه لیدنه وکړه.
هغه وویل چې پروان ته یې د سفر موخه د یاد ولایت د ښکلو او په زړه پورې طبیعت لیدل او په ځانګړې توګه د توپ درې استوپې څخه لیدنه وه له شک پرته دغې تاریخی آبدې د معمارۍ له سبک څخه ښکاری چې واقعا د یو ارزښتناک او فرهنګی تمدن درلودونکی دی.
هغه سره له دې چې د تاریخی او لرغونو آثارو د ساتنې په برخه کې د دولت نظر مهم وګاڼه، خو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د امنیتی ارګانونو له مسوولینو یې وغوښتل، چې د دې تاریخی آبداتو ساتنې ته زیاته پاملرنه وکړی او هیچا ته اجازه ور نه کړی، چې ویجاړ یې کړی.
د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی شمس الرحمن صدیقی د پروان د تاریخی او لرغونو اثارو په تېره بیا د توپ درې د استوپې په اړه د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزراء د مطبوعاتو او همغږۍ مسوول ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې د توپ درې استوپه له ۱۸۰۰ کلونو څخه زیاته لرغونتیا لری چې نه یواځې په افغانستان کې، بلکې په سیمه ایزه کچه ځانګړی اهمیت لری.
نوموړی ډاډ ورکړ، چې د تاریخی او لرغونو سیمو د ساتنې له قطعې سره په همغږۍ به د دغه آبشار او د پروان د نورو لرغونو اثارو ساتنه وکړی او هیچا ته به اجازه ورنه کړی، چې ویجاړ یې کړی.