روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د افغانستان دسولې په اړه د «ترویکا» ناستې له ګډې اعلامیې هر کلی کړی او هغه یې سولې ته د رسېدو په هدف د جدی مذاکراتو د پیلېدو په لور یو مثبت ګام بللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه مارچ ۱۹(کب ۲۹) د یادې ناستې په ګډې اعلامیې کې د ملګرو ملتونو د ۲۵۱۳ قطعه نامې پر تطبیق، د افغانستان د کړکېچ پر سیاسی هواری د ټینګار او دا چې په افغانستان کې د «اسلامی امارت» د بیا رامنځته کېدو ملاتړ نه کو، هرکلی کړی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلی: “د افغانستان دولت د یادې اعلامیې د صراحت په اړه چې ویلی دی «موږ د اسلامی امارت د رامنځته کېدو ملاتړ نه کوو…هر کلی کوو. پر دې اصل ټینګار کوو چې د افغانستان په شان یوه متنوع او متکثره ټولنه کې د ولسواکۍ او د نظم او ثبات د ساتلو، د سیاسی مشارکت د ټینګښت لپاره اسلامی جمهوریت یوازینی ټول شموله او د منلو وړ جوړښت دی.”
امریکا، روسیې، چین او پاکستان (ترویکا هیوادونه) پنجشنبه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د اسلامی امارت د بیا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوی.
په اعلامیه کې راغلی: “هماغسې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۵۱۳ (۲۰۲۰) پریکړه لیکونو کې بیان شوی، مونږ د اسلامی امارت د بیرته راژوندی کیدو ملاتړ نه کوو او د افغانستان د اسلامی جمهوریت او ددې هیواد د ملی مصالحې د عالی شورا نه غواړو چې په علنی توګه د خپلو طالب سیالانو سره د مذاکراتو له لارې د یوې حل لارې لپاره تعامل وکړی.”
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې چې افغان حکومت د اوربند ټینګېدو او سیاسی حل لارې ته د رسېدو لپاره د محتوا لرونکو او جدی مذاکراتو د پیلېدو لپاره چې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو لامل شی چمتو دی.
د افغان سولې په اړه د مسکو ناسته دپنجشنبې په ورح تر سره شوه چې د پاکستان، چین، روسیې او امریکایی استازو په ګډون د افغان حکومت او طالبانو استازو هم پکې ګډون کړی و.