روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې ټینګېدو او جګړې ختمېدو په اړه د اروپایی پارلمان د پرېکړه لیک هر کلی وکړ.
اروپایی پارلمان په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالی زیاتوالی په اړه اندېښنه ښودلې او پر ملکی وګړو او افغان سرتېرو باندې د طالبانو د بریدونو بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه جون ۱۲ (غبرګولې ۲۲) د اروپایی پارلمان پرېکړه لیک ته په هر کلی سره ویلی چې د افغانستان حکومت د افغانانو په مشرۍ د سیاسی هواری له لارې په هیواد کې د تلپاتې سولې ټینګېدو ته ژمن دی.
د اروپایی پارلمان په پرېکړه لیک کې همدارنګه په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو او ښځو د حقوقو پر خوندیتوب ټینګار شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې افغان حکومت د ښځو د حقوقو په ګډون د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب ته ژمن دی.
د بهرنیوو چارو وزارت له دغه هیواد څخه د نړیوالو سرتېرو تر وتلو وروسته له افغانستان سره د اروپایی شورا د مرستو له دوام هم مننه کړې ده.
له دې سره هم مهاله په افغانستان کې د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هیواد کې د سولې او ثبات ټینګېدو په اړه د افغان او پاکستانی دینی علماو د پرېکړه لیک هر کلی هم کړی دی.
د تیرې پنجشنبې په ورځ د سعودی عربستان په کوربتوب افغان او پاکستانی دینی علماو د یو کنفرانس په ترڅ کې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ او د سولې له روان بهیر څخه یې ملاتړ اعلان کړ.
د بشری حقونو کمېسیون د مذاکراتو له لارې د جګړې او تاوتریخوالی پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو برخه کې یاد پرېکړه لیک مهم بللی دی.
په افغانستان کې د سولې پر ټینګېدو پر داسې مهال ټینګار کیږی چې جګړو یو ځل بیا په دغه هیواد کې زور اخیستی دی.