روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغان – امریکه اړیکې او ځینې اندېښنې

د اسلامی امارت له واکمنېدو را وروسته دا دویم وار دی چې په دوحه کې نسبتاً په لوړه کچه د امریکې او افغانستان مشران خبرو اترو ته سره کینی- له همدې وجهې پر دغه موضوع د سیاسی کتونکو جلاجلا اټکلونه او نظریات هم مخې ته راځی او د نظر خاوندان خپل خپل تحلیلونه وړاندې کوی- البته د افغان لوری دریځ کې ځکه څه ابهام او پېچلتیا نشته او ښایی زموږ له حالاتو هر باخبر کس هم باوری اوسی چې دا مهال ټول فغان ملت له ګردې نړۍ او هر هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی- ځکه دا واقعیت له هیچا پټ نه دی چې زموږ هېواد تېرو درې څلوېښت کلنو جګړو دومره ځپلی چې د خپل کور له جوړولو پرته نوره نړۍ کې نه څه کولی شی او نه یې څه فکر او اندېښنه لری- تر دې چې اوس مهال خو هر افغان آن له هغې امریکې سره هم ښې اړیکې غواړی چې د تېرو شلو کلو په موده کې یې دلته خورا ډېرې لاس وهنې وکړلې، یرغلونه، ظلمونه، فسادونه او له مادی او معنوی پلوه یې زموږ ولس سره سخته جفا وکړه- په هر صورت له همدې ګردو ناروا ؤ سره سره اوس افغان حکومت بیا هم له دوی سره د ښو اړیکو رغولوته ژمن اولېوال دی. خو له بده مرغه د ناټو غړی هېوادونه چې د خپل ناروا یرغل په موده کې یې زرګونه میلیارده ډالر مصرف کړی، اوس یې خپل مالی او ځانی زیانونه له یاده نه وځی او د افغانانو د ځورولو په موخه له نورو نورو طریقو کار اخلی. اوس هغوی داسې پلمې عنوانوی او داسې شرایط را وړاندې کوی چې د نړۍ له هیڅ هېواد سره یې د روابطو په جوړولو کې نه دی مراعات کړی. تر دې چې ټولې غوښتنې یې پرته له بې ځایه مداخلې بله هیڅ توجیه نه لری. د همدغو ملحوظاتو په اساس دا وخت زیاتره افغان سیاستوال باوری دی چې ښایې امریکایان به د افغانستان په هکله خپل دریځ کې څه بدلون را نه فاصله ولی. د دوی په نظر امریکایان ډېر ښه پوهیږی چې دلته د سیمې او ګاونډ هېوادونه د ناټو پروتلو ښه خوشاله او ټول په دې انتظار دی چې افغانستان کې د حالاتو له ثبات او ټیکاو سره سم پر نویو اقتصادی فعالیتونو لاس پورې کړی. ښایی د منځنۍ آسیا د انرژۍ او پریمانه نورو خامو موادو زېرمې د جنوبی آسیا ګڼ مېشتو او صنعتی هېوادو ته له همدې لارې انتقال او نتیجه کې روسیه، چین، هند، پاکستان، ایران او ټوله مرکزی آسیا له اقتصادی پلوه دومره وغوړیږی چې یا د غرب سیالان شی یا لږ تر لږه د غرب له سیاسی بادارۍ بهر ووځی. ښکاره ده چې امریکایانو ته زموږ د سیمې په دې ډول ښېرازی هیڅکله د زغم وړ نه ده. او له همدې کبله وخت پر وخت نارې وهی چې افغانستان کې خورا ډېره بده ورځ ده، ژر ژر دې خلک ووځی، ګاونډیان دې لارې ورته خلاصې کړی، شل زره او شل ډلې نور ترهګر راغلی او نور نور ډېر تشویشونه ایجادوی څو له افغانستان سره په تړاو هیڅ ډول اقتصادی فعالیت لپاره څه چمتووالی ونه نیول شی. کېدی شی دا اندېښنه ځکه پر ځای هم وی چې امریکایانو دلته د شل کلنې واکمنۍ په موده کې رښتیا هم نه د ټاپی پروژې د چټکتیا موقع ورکړه او نه یې چینایان د عینک مسو استخراج ته پرېښوول. پاتې شوه دا موضوع چې ښه نو امریکاییان او نور غربی هېوادونه د څه لپاره وخت پر وخت افغان مشرانو سره د خبرو اترو، تفاهم او تعامل یادونې کوی؟ په دې اړه غالباً دومره ویل بس وی چې ښایی هغوی غواړی افغانان بې ځایه مصروف کړی، په هیله کې یې وساتی او د سیمې له هېوادونو سره یې ډېر نږدېوالی او ملګرتیا ته پرې نږدی. په دې توګه به ټوله سیمه شل کاله نوره هم له کار، فعالیت، پرمختګ، اړیکو او اتحاد نه بې برخې وساتی، لنډه دا چې د امریکې او افغان مشرانو مذاکراتو ته باید یوازې د خبرو اترو او اړیکو د جاری ساتلو په سترګه وکتل شی، نه دا چې موږ او زموږ د سیمې هېوادونه د هغوی عملی پرېکړو ته انتظار ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید