روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان برېښنا شرکت د ازبکستان د اوبو او انرژۍ له وزارت سره د لسو کلونو لپاره په پخوانۍ بیه د برېښنا پیرودلو تړون لاسلیک کړ.
دغه تړون وړمه ورځ د سپټمبر پر ۲۱ (وږې ۳۰) په تاشکند کې د سیمه ییزو اقتصادی همکاریو سازمان “CAREC” د انرژۍ وزیرانو په لومړنۍ ناسته کې د افغانستان د برېښنا شرکت د رئیس انجنیر امان الله غالب او ازبکستانی چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدی امریکا غږ ته ویلی، چې په دغه ناسته کې د منځنۍ آسیا هیوادونو (ترکمنستان-ازبیکستان) برېښنا شبکو سره د افغانستان د برېښنا شبکې یو ډول کولو «سنکرونایزیشن» هوکړه هم وشوه، چې په دې ډول به افغانستان ۶۰۰ میلیون ډالره کلنۍ سپما کړی او د برښنا د لیږد برخه کې به د یوې څلور لارې ځای خپل کړی. نوموړی زیاته کړه:”دې سره به خصوصی سکتور ته هم د برېښنا سوداګرۍ اجازه او د برېښنا شبکې له لارې د برېښنا لیږد اجازه ورکړل شی، څو وکړای شی په هیواد کې دننه او یا ګاونډیو هیوادونو ته د برښنا صادرولو چاره آسانه شی.”
د دغه پروژی ټول لګښت اسیایی پرختایی بانک ورکوی.
د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو لهمخې دغه هېواد دا مهال له ازبکستان څخه ۳۰۰ میګاواټه برېښنا واردوی. د دې ترڅنګ افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوی، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلی منابعو څخه تولیدوی
دا نوی قرارداد پر داسې مهال کېږی، چې تېره اونۍ په شمالی ولایت بغلان او کندز کې د وارداتی برېښنا د پایو د تخریب له امله د کابل په ګدون نهه ولایتونه د څو ورځو لپاره له برېښنا څخه بې برخې و.