روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان د پولیو له منځه وړلو ته نږدې شوى دى

په کابل کې د ملګرو ملتو سازمان سرچینو څرګنده کړې، چې  په افغانستان کې د پولیو پېښې د تېر یو کال په بهیر کې ډېرې ټیټې شوې دی.

د ملګروملتو سازمان د بشردوستانه چارو همغږی کوونکی دفتر (اوچا)  پرون د یو رپوټ  په خپرولو سره ویلی، چې د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې په ٢٠٢٢ کال کې د پولیو مثبتې پېښې یوې پېښې ته کمښت موندلى په داسې حال کې چې په  ٢٠٢١ کال کې د پولیو مثبتې پېښې ۴ او په ٢٠٢٠ کال کې ۵۶ پېښې وې.

اوچا په روان کال کې د ٩،٩ میلیونو ماشومانو د پوښښ لپاره د ماشومانو د ګوزڼ واکسیناسیون د سراسری کمپاین پیلول له دې خظرناکې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره حیاتی ګام او افغانستان  د پولیو د پاى ته رسولو لپاره فوق العاده فرصت په واک کې لری.

اوچا زیاته کړې، د افغانستان په  ٢۵ ولایتونو کې د ماشومانو پر ګوزڼ د څارنې ١۶ کسیز ټیم  څېړنې ښودلی، چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس د لېږدونې د احتمال ډېر لږ دى.

اوچا ویلی، چې د افغانستان ټولو سیمو ته لاسرسی او د پولیو  د له منځه وړلو لپاره د سراسری پروګرام اجرا کول له لاسته راوړنو سره و  خو په عین حال کې د ویروس   د بیا ژوندی کېدو خطر شتون لری.

اوچا ویلی، چې دغه لاسته راوړنه د ۴ ښځینه کارونکو په ګډون د پولیو د تطبیق د اتو کارکوونکو د ژوند په بدل کې ترلاسه شوې، چې  د روان کال د فبروری په میاشت کې  په یوه برید کې ووژل شول.

د ملګرو ملتو سازمان د بشردوستانه چارو همغږی کوونکی دفتر د پولیو له منځه وړلو ته نږدې کېدو په خاطرخوشبین دى، خو دغه بنسټ  په روان کال کې په افغانستان کې  د کولرا، شری، دنګی او کانګو تبې په ګډون د نویو ناروغیو د خپرېدو او پراختیا له امله خبردارى ورکړى دى.

باید وویل شی چې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه هېوادونه دی چې  د پولیو  د شتون ډګر دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید