روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان او پاکستان د روغتیایی همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه

شریعت: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکتر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی د پاکستان د عامې روغتیا له وزیر عبدالقادر پټیل سره په اسلام آباد کې وکتل.

په دې کتنه کې د روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار شوی دی.

په کتنه کې پرېکړه شوې، چې په کابل کې د افغان ډاکټرانو د نړیوالو نورمونو سره برابر د تخصص برنامی   لپاره دCollege of Physicians & Surgeons Pakistan  (CPSP)  څانګه په کابل کې پرانیستل شی، چې په مرسته به یې د MCPS او FCPS ټرنیننګ د هېواد دننه ترسره کېږی.

دغه راز د پاکستان له خوا په افغانستان کې د دریو جوړو شویو روغتونونو په منظم ډول په فعالېدو هوکړه، د روغتیایی کار کوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې ګډه همکاری او د پولیو په له منځه وړلو کې د دواړو هېوادونو په همغږۍ ټنیګار او هوکړه شوې ده.

هېره دې نه وی، چې په دغو وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت د ګاونډیو هېوادونو تر څنګ، له سیمه ییزو هېوادونو سره د افغانستان د روغتیایی سیستم د پیاوړی کولو لپاره په زیاته اندازه هڅې پیل کړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید