روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان او پاکستان د روغتیایی همکاریو تړون لاسلیک کړ

پاکستان د افغانستان اسلامی امارت د عامې روغتیا وزارت سره په روغتیایی برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په یو لړ ټویټونو کې لیکلی چې په اسلام آباد کې یې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په مشرۍ پلاوی سره یې ولیدل.

محمد صادق ویلی، چې هېواد یې په افغانستان کې درې عصری روغتونونه محمد علی جناح په کابل، د نشتر د پختورګو روغتون جلال آباد او د نایب امین الله لوګری روغتون یې لوګر کې جوړ کړی دی. د هغه په وینا، په دې ناسته کې پاکستان موافقه وکړه، چې د یادو درې واړو روغتونو د فعالیت او مالی لګښت مسوولیت په غاړه اخلی. د پاکستان ځانګړی استازی وویل، دغه راز موافقه وشوه چې د اوږود مهاله لپاره دا  درې روغتونونه د خصوصی سکتور په همکارۍ فعاله وساتل شی. محمد صادق زیاته کړې، د خیبر پښتونخوا (خیبر طبی پوهنتون) چې تر اوسه یې سلګونه افغان ډاکټران روزلی، خپله یوه څانګه په افغانستان کې پرانیزی څو دغه هېواد د روغتیا په برخه کې پخپلو پښو ودریږی. ده وویل چې دمګړۍ به دوی د افغانستان ۲۰ تنه متخصصین وروزی او په راتلونکی کې به دا شمېره لوړه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید