روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانستان او پاکستان اونۍ کې د دواړو هېوادونو تر منځ په لسو پروازونو موافقه کړې

ټکی اسیا:افغانستان او پاکستان د هوانوردۍ په برخه کې تازه هوکړې کړی دی چې له مخې به یې د دواړو هیوادونو تر منځ پروازونو کې زیاتوالى راځی.

دغه هوکړې چې تازه د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ افغان پلاوی اسلام اباد ته د سفر پر مهال کړی دی.

د نویو هوکړو له مخې به د کابل-اسلام اباد تر منځ لس پروازونه کیږی چې له منځه به یې اته پروازونه په کوچنیو او دوه پروازونه په لویو الوتکو کې کیږی.

همدا راز په دغه الوتنو کې به پنځلس سوه مسافر په اونۍ کې انتقالولاى شی. تر دې وړاندې په اونۍ کې دغه الوتکو یواځې زر کسه مسافر انتقالولاى شول.

د هوکړې له مخې افغان هوایی شرکتونه کولاى شی چې د افغانستان د هر هوایی ډګر څخه د پاکستان اسلام اباد، پېښور او کویټې هوایی ډګرونو ته الوتنې وکړی.

همدا راز پاکستانی هوایی شرکتونه کولاى چې د پاکستان د هر هوایی ډګر څخه د افغانستان کابل، مزار شریف او کندهار هوایی ډګرونو ته پروازونه وکړی.

افغانستان همدا راز له پاکستان غوښتی دی چې په نیږدې راتلونکی کې د کوټې هوایی ډګر پر ځاى د کراچۍ هوایی ډګر ته د الوتنو اجازه ورکړل شی.

د هوکړې له مخې  پاکستان ژمنه کړې چې دافغانستان د هوایی چلند کار کوونکو ته د اطفایې، مصونیت، کنترول ترافیک، هوا پیژندنې او د هوایی ډګر د مدیریت په برخو کې لازمې مسلکې زده کړې برابرې او تر سره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید