روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانان به نور هیچا ته هم د جګړې جواز ور نه کړی!

د معلوماتو له مخې تېره ورځ د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د مخالف لوری ځینو سرکښو مشرانو سره لیدلی  او تفصیلی خبرې یې ورسره کړې دی. تر یاد مجلس وروسته نوموړی وزیر په یوه خبری ناسته کې ټینګار وکړ چې هڅه کوی نورهیچا ته هم په هېواد کې د جګړې لپاره څه پلمه او جواز په لاس ورنه شی. د امارت د مشرانو دا ډول څرګندونې پرته له شکه د هېواد په استحکام او ثبات کې خورا زیات اغېزلری. ځکه ښکاره خبره ده چې که د افغان ولس حکومت، رعیت او سیاستوال پرخپله هم دې اراده او ژمنه ټینګ ودریږی ا و په رښتینی ډول د جګړې عوامل له منځه یوسی، نو بې له شکه چې زموږ کړېدلی، ځورېدلی ولس به یو ځل بیا له کورنی ټیکاو، ملی وحدت، امن او سوکالۍ برخمن او ګرده نړۍ کې به خپل پخوانی برم او مقام ترلاسه کړی شی. په دې لړکې هر کوچنی او لوی افغان شخصیت باید په هېواد کې د ملی بغاوت، ناخوښۍ او په ټوله معنا د جګرې لپاره د معقول جواز او توجیه پر اصلی محتوا او ماهیت اعتراف وکړی. مقصد د جګړې لپاره وښتینې داعیه او له ځانه جوړې، تپلې او په رشوتو راغلې پلمې سره د پېژنی. د مثال په ډول اوس باید ګرد افغان سیاستوال خپل دا نارینتوب وښیی او په ډاګه یې څرګند کړی چې تېره شل کلنه دوره کې د اسلامی امارت دریځ کاملاً برحق، معقول او له انسانی، اخلاقی اصولو سره  بالکل سم و. د دې دریځ په حقانیت کې ځکه څه شک نه و چې ټول افغان ملت یې پوره شل کاله په ډېرو مشکلو حالاتو کې تر شا ولاړ او هر ډول قربانۍ یې ورسره وزغملې او ولې به یې نه زغملې، حال دا چې د پرنګی اشغال یې په سر سترګو لیده، د ملی نوامیسو او مقدساتو د سپکاوی شاهدان وو، په سیاسی، اقتصادی او نظامی ډګر کې د اجیرو افغانانو حقارت او بې وسی ورته معلومه او فساد، فتنو، اخلاقی جرایمو او ټولنیزو ګډوډیو کې د پردیو تشویق، تمویل او تعلیم له هیچا پټ نه و. مطلب دا چې کله څوک جکړې ته ملاتړی نو د مادی اسبابو ترڅنګ یوې قوی، منطقی او مستدلې ځلی داعیی ته یې اړتیا تر هر څه ډېره زیاته وی او همدغه رښتینې داعیه د جګړې د دوام قوت او پرمخ بیوزلو لپاره صبر و ثبات ورکوی.

په دې اساس موږ ویلی شو چې پورتنی اصل ته په کتو نن سبا زموږ هېواد کې د هیڅ کومې سیاسی ډلې، مذهب یا قوم لپاره د جګړې څه رښتینی جواز او معقوله پلمه نشته. البته که څوک په حکومت کې د مقاماتو او مالی منابعو غوښتنې لپاره مبارزه کوی نو په کار ده چې له حکومت سره خبرې اترې وکړی، نه دا چې باروتو او مقناطیسی بمونو ته لاس واچوی. پاتې شول ځینې هغه شعارونه چې د پخوانی رژیم لویانو به تکرارول لکه د ښځو حقونه، ترهګرۍ سره مبارزه، جمهوریت، اساسی قانون، د واشنګټن او لندن ژغورنه او داسې نورې اوتې بوتې چې کله به یې سرې کرښې بللې او کله به له سرونو هم ورته تېرول، نو دا دی بیا هم ټول ملت ولیدل چې حقیقت یې څه ؤ؟ ځکه واقعیت دا دی چې دا شعارونه کاملاً پردی، تحمیلی او له ملی ارادې سره یو مخ په ټکر کې وو. بنا پر دې اوس رښتیا هم هغه وخت را رسېدلی چې نه حکومت په خپل هېواد کې کوم شخص یا ډلې ته د جګړې پلمه او جواز په لاس ورکړی او نه سیاستوال د خپلو ځانی غرضونو یا له پر دیو نه د مال؛ دولت ګټلو په هوس له ناجایزو لارو د خپل ولس بې وزله عوام جګړې ته ولمسوی. راځئ له همدې غوره فرصته پوره پوره ګټه واخلو، داسې فرصت چې نه اشغال وی، نه الحاد او نه فساد، تر ټولو ښه او مناسبه موقع ده. د وطن د آبادی داسې وختونه کله کله ترلاسه کېدی شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید