روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

افغانانو سره د غرب تماسونه او غرضونه

دا واقعیت اوس لا د تاریخ د پاڼو اړول نه غواړی بلکې ډېری هغه کسان لاژوندی دی چې افغانستان  کې یې دکمونیزم او دیموکراسی یا وارسا او ناټوبشپړه ماتې  په خپلو  سترګو لیدلې ده- مقصد ګردونړیوالو په رڼوسترګو د یادو ځواکمنو یرغلونو ډېره ښه ننداره وکړه- همدا وجه ده چې اوس ختیځ اولویدیځ په یوه خوله افغان هېواد کې د نظامی لاس وهنوپلوی نه ښکاری- البته هغوی ټولوته داهم بالکل د منلو او زغملونه ده چې د ځمکې پرمخ داسلام د سیاسی نظام یوماډل رامنځ ته اونړیوال یې ننداره وکړی- ځکه خو مجبور دی له نورو د سیسو کار واخلی او افغان ولس ځان سره د  یوبل ډول لوبې  میدان ته کش کړی- یعنی د ناستې ولاړې، اړیکو او تماسونو میدان- دا ډول اړیکې دهغوی په نظران لا دیپلوماسی هم نه بلل کیږی ځکه افغان لوری د یو حکومت په توګه نه منی،  یوازې اړیکه اوتماس یې بولی-  د خبرو اترو په دې میدان کې  هغوی د انفعالیت په لور یوګام هم نه پورته کوی- مانا افغانانو ته د هیڅ شی ورکولو اراده هم نلری.

خو موږ ته بیا هر مجلس کې یو درجن فرمایشات را مخته کوی- دوی غواړی بندیزونه، تور لیستونه، د ډرون او توغندیو ګواښونه، رسمیت نه پېژندنه او ډېرنور قیود پرخبل ځای ترقیامته پاتې وی خو افغان مشران دې وخت پروخت اوګام پرګام دهغوی د اوامرو منلوته ځان چمتو کوی- ترڅو اخر پای ټول هغه څه تعمیل شی کوم چې دوی یې دیموکراتیک ارزښتونه یاد ولسواکی اصول ګټی- غربی واکمن اوس موږ سره بیدو پرهمدې تګلاره وړاندې ځی- داسې چې نن موږ ورغواړی، سبادوی راځی او میاشت پر میاشت ازمایښتونه اومعاینات روان وی څو و پوهیږی چې د کابل وضعیت کې څومره پرمختګ شوی. دغه راز د همدې  تماسونو پرمټ ښایی دوی هیله من وی چې د بیا بیا تلقیناتو، تاکیداتو او مکرروغوښتنوا غېز به حتما وینی کرار کرار به افغان واکمن نرمیږی اووږدیږی. سر بېره پر دې غالبا دهمدغو تماسونو په ترڅ کې دټول افغان ملت بوختول او په هیله کې  اچول هم ددوی یو لوی غرض دی- ځکه دوی فکر کوی چې که مصروف یې ونه ساتی نوختیځوالو سره به یې اړیکو جوړولو ته ورپام ا و په دې ډول به یی دا هېواد له ګورته ووځی- په هر صورت اساسی خبره داده چې له غرب بلکې ګردې نړی سره باید په دغه لوبه کې پورتنۍ اندیښنې کله هم له یاده ونه وېستل شی- یعنی داچې نړیوال په سیاسی او انتظامی ډګر کې  اسلام نه زغمی، تر هغو چې خپل ټول شرایط یې پر موږ نه وی منلی، راضی کیږی نه او رسمی حیثیت مونه منی او د بشری مرستو په عنوانولو او څه نا څه  اداکولو سره له یوې خوا زموږ د نظام بدنامولو هڅه کوی، له بلې ځان بشرپال ښودلو او له بلې دلته د بې ثباتۍ ا و زموږ دعوامو پرېشانه کولو هڅه- ګورو به چې زموږ د بهرنۍ پالیسی جوړونکی دماغونه د پاړوګرۍ په دغه لوبه کې د تورو ښامارانو له چیچلو څرنګه ځان ساتلی او د هغوی له سرونو څومره قیمتی غمی تر لاسه کولی شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید