روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اسلام ماته خوړلې، که مسلمان !؟

فرید احمد مبارز

نیږدې یوه پیړۍ کیږی چی ټولی اسلامی خاوری پر (۵۷) یا زیاتو کم ټو ټو ویشل شوی دی، هری ټوټې ته یې جلا سرحد، بیرغ کلتور او داسی نور څه ورکول شوی دی، په خپلو مینځو کی په اختلافاتو او جنګ اخته دی، په ځینو اسلامی خاورو کی شریعت یوازی په اخلاقو، عباداتو او ځنیو نورو عادی مسایلو کی تطبیق کیږی او پر دې باندی اکتفا کوی، دا عوامل ددې لامل شوی دی، چی یو شمیر خلګ داسی وانګیری چی ګواکی اسلام مشکلات نه شی حلولای او اسلامی مبارزی ډلی د انزوا، کړاوونه، سختۍ او بلاخره دا تفکر رامنځته کیږی چی ګواکی اسلام ناکامه دی، په ځانګړې توګه سیکولران او د اسلام دښمنان د دغه حالت څخه بیا د اسلام د بدنامولو لپاره استفاده کوی، د اسلام پر وړاندی خپلی ناولی خولې خلاصی او پر اسلام نیوکی کوی.

مګر که یو څه ژور فکر وکړو او د اسلامی تاریخ پاڼی واړوو، یو څو پیړۍ مخکی تاریخ مطالعه کړو، نو هلته به د اسلامی اُمت د عروج او عزت پیړۍ ووینو، هلته به د عمر بن خطاب او عمر بن عبدالعزیز (رضی الله تعالی عنهم) عدالت وګورو. هلته به د اسلامی پوځ پیاوړتیا او ځواکمنتیا وګورو، چی د روم او فارس تاریخی امپراتورۍ نسکوری وې، هلته به د اسلامی خاوری سرحدونه د فرانسې تر څنډو وګورو، د مځکی پر مخ چا د اسلام لښکر نه شوای ماتولای. اسلامی خاوری د علم او ساینس مرکزونه وو، د اسلامی خاوری په پراخه جغرافیه کی چا د فقر کرښه نه پیژندله، یو مسکین او فقیر انسان هم نه پیدا کیدی. یهودو به اسلامی خاورو ته د عیسیویانو د شکنجو او ظلمونو څخه راتښتیدل، د اسلامی دولت څخه یې پناه اخیسته. یعنی اسلامی خاوره د امن، سکون، عدالت، ساینس، پرمختګ او اقتصادی پیاوړتیا خاوره وه.

دا هر څه افسانې نه دی، په دغو واقعیتونو باندی تاریخونه ډک دی، حتا غربیان هم دا خبره منی. پورتنی بریالیتوبونه د ځینو خلفاوو او د اسلامی اُمت د مشرانو کمال نه ګڼل کیږی، بلکی دا کمال د اسلامی شریعت وو، د اشخاصو او افرادو رول یوازی دومره وو، چی د اسلام سم پوهاوی یې درلود، اسلامی شریعت یې په سمه او پوره توګه پلی کوی.

اسلام کابو (۱۳) پیړۍ حاکم وو، او د پوره حاکمیت پر مهال اسلامی دولت د نړۍ لومړۍ مهم ځواک وو، اسلام هغه وخت د بشر ټولی ستونزی حلولې، نو د نن عصر څخه نیولې د قیامت تر ورځی پوری هم د بشر ستونزی حلولای شی، دا ځکه چی د نن ورځی او د زرګونو کلونو مخکی انسانانو اصلیت او ماهیت بدلون نه دی کړی، د انسانانو اړتیاوی او غرایز نه دی بدل شوی.

بله بنسټیزه خبره دا ده چی اسلامی شریعت بشری پدیده او زیږنده نه ده، چی د پخوانیو وختونو د واقعیت د معالجې لپاره رامنځته شوې وی، بلکی اسلامی شریعت د الله سبحانه وتعالی وحی ده او بشر د الله سبحانه وتعالی مخلوق دی، الله سبحانه وتعالی خپل مخلوق تر هر چا ښه پیژنی، نو دا ممکنه نه ده چی الله سبحانه وتعالی دی خپل وروستی شریعت یو داسی شریعت رالیږلی وی، چی یوازی د یو څو پیړیو ستونزه په حل شی، وروسته د بشر ستونزی نه شی حل کولای او بلاخره ناکام وبلل شی، اسلامی شریعت د الله سبحانه وتعالی وحې ده او الله سبحانه وتعالی داسی شریعت نه دی نازل کړی چی هغه دی مشکلاتو ته جواب نه شی ویلای، بلاخره ناتوانه شی او ماته وخوری.

دا به ددې معنا ولری چی نعوذ بالله د الله سبحانه وتعالی وحی ماته وخوړه او نعوذ باالله، الله سبحانه وتعالی داسی څه نازل کړی وو، چی د بشر ستونزی یې نه شوای هوارولای، په داسی حال کی چی د الله سبحانه وتعالی وحی یعنی قرآن کریم او سنت هم شته، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د حکومتولۍ سنت او تګلاره، همداراز د خلفای راشدینو، اموی، عباسی او عثمانی خلافت تګلاری او تاریخ هم شته، مګر بیا هم مسلمانان ناکامه کیږی، نو اصلی ستونزه چیری ده!؟

دغه ستونزه دوه بنسټیز لاملونه لری، چی په لاندی ډول دی:

لومړی د اسلام په اړه د حاکمو ډلو ناسم پوهاوی یا د اسلام څخه د حاکمو ډلو ځانګړی تعبیر. زیاتره وخت هغه اسلامی ډلی چی د اسلام تر سرلیک لاندی جوړ شوی دی، د اسلام او شریعت په نامه داسی څه پلی کوی، چی هغه د اسلام د روح سره ټکر لری. د دغو ډلو مشران د اسلام څخه یو ځانګړی تعبیر اخیستی وی او زیاتره وخت د دوی دغه تعبیر سم نه وی. له همدې امله کله چی دا ناسم تعبیر او یا د خپلی نیمګړی پوهی څخه کوم څه د قانون او دستور په نامه تطبیقوی، نو زیاتره وخت د ستونزو د حل پر ځای نوری ستونزی زیږوی، ناورینونه رامنځته کوی او بلاخره حکومت یې ناکامه کیږی.

دوهم د ټولنی او یا هم د نړیوالو فشارونو د امله د اسلام ناسم تطبیق، زیاتره وختونه هغه ډلی چی د اسلام په نامه جوړ شوی دی او یا هم جوړیږی هغه څه تطبیقوی چی د ټولنی او یا هم د نړیوالو د فشارونو د امله د اسلام ځینی احکام وی. دغه ډول اسلامی ډلی د تدریجی تطبیق تر سرلیک لاندی د اسلام داسی احکام پلی کوی چی د ټولنی یوه برخه او نړیوال ورسره خوښ وی، کوم غبرګون نه راپاروی، په ځانګړې توګه کله چی د حکومت د بهرنی سیاست او اقتصاد خبره کیږی، دوی د نړیوالو د بیری د اسلام بهرنۍ سیاست نه پری تطبیقوی.

دا خبره سمه نه ده چی ګواکی اوس مهال اسلام ماته خوړلې ده او یا اسلام د بشر ستونزی نه شی حلولای، په اصل کی مسلمانانو ماته خوړلې ده او دا د مسلمانانو تقصیر دی، چی اسلام یې سم نه دی زده کړی او یا یې سم نه دی پلی کړی. اسلامی شریعت د قیامت تر ورځی د بشر د ټولو ستونزو حل دی، مګر که اسلام سم زده شی او پوره تطبیق شی، نو د اسلامی نړۍ او مسلمانانو ستونزی به
حل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید