روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اسلامی امارت د ملت سره خورا نژدې اړیکی لری!

اسلامپال

لومړی به راسو د اسلامی امارت موُسیس ملا محمد عمر مجاهد صاحب (رح) ته چی نوموړې د اسلامی امارت بنسټګر د ملت د هغو شازلمیو او اتلانو څخه پیل کړ چی لوی ملا صاحب (رح) خپله وایې چی د حاجی بشر په نوم یو تاجر موږ ته موټران راکړه، یعنی د وسایلو لومړی پیل همدا ملت کړی دی مجاهدین د اولس په څنګ کې اوسیدلې دی هتا تر داسې اندازې چې خپل کورنونه به یې خالې کړه، همدا اولس داسلامی امارت د مجاهدینو سره څنګ پرڅنګ ولاړ ؤ او مجاهدینو هم ځان بیل نه باله هر وخت یې د اولس له پاره خپل کوښښونه کړې، چې د هیریدو نه دی، ملت هم خپل اولادونه و دې پاک صف ته لیږل، په ځان او مال ورسره ولاړ ؤ، کله چې به پر یو کلی چاپه وه نو همدا ملت ؤ چې مجاهدین به یې په خپلو کورونو کې د سر په بیه ساتل ځکه دوی پوهیدل چې دا زموږ وروڼه او اولادونه دې، نه پردیپال نه هغه څوک چې د اولس بې ګناه خلک به یې تر شکنجو لاندې شهیدان او بیا به یې په ریګو کې وغورځول او یا به یې په زندانونو کی تر داسې اندازې پوری زورول چې کله به یو زندانې شهید سو د زندان مرګ د شهادت دی، نو بیابه یې دوې درې شپې او ورځی  په یخچال کښی ؤ تر څو ژوندی نه وې، دوی هغه څوک نه دی چې امریکایانو ته به یې د بې وزله او بیچاره افغانانو کورونه د دې لپاره په نښه کول چې یو څو ډالر تر لاسه کړئ، دوی هغه څوک نه دی چې د نوی نسل لپاره  یې  د عیاشې سامانونه برابرول، لکه: فلم، سریال، ګیم او شیطانې رسنۍ. دوی هغه څوک نه دی چې شل ډوله غوښې به یې په ارګ کې خوړلې. دوی هغه څوک نه دی چې د اسلامی کلتور څخه یې نفرت کاوه. دوی هغه څوک نه دی چې اسلامی احکام یې د کفارو لپاره په یو څو ډالرو سپکول او یا شاته کول. دوی هغه څوک نه دی چې د خپلو بیچاره افغانانو په وینو یې لاسونه سره وه. دوی هغه څوک نه دی چې د خپل هیواد جغرافیه یې پر پردو پلورل. دوی هغه څوک نه دی چې د ملت هوساینه د مینځه وړل.  دوی هغه څوک نه دی چې د دین، ملت او هیواد سره خیانت وکی. دوی هغه څوک نه دی چې د خپل هیواد سرحدات په یو څو ډالرو خرڅ کړی.

مجاهدین هغه څوک دی چې د دې زوریدلې ملت د ژوند رنګ دی مجاهدین هغه څوک دی چې په ځمکه کې د الله جل جلاله دین تطبیق کوی، د اسلام مقدس دین د افغانانو د وینې په رګ رګ کې ځای لری د ژوند برخه یې ده، دا چې د افغانانو هیله یواځې امارت پوره کولای سې نو ځکه ملت ورسره نژدې اړیکې لری،   اسلامی امارت پر با احساسه افغانانو دومره ګران دی چې د سره په وینه به یې ساتنه کوی، ځکه دا بې چاره افغانان ډېر زوریدلې دی، ګرانو مجاهدینو وروڼو مینه ورکړئ تاسو د افغانانو په زړه کې ځای لری او ډېر ورباندې ګران یاست، افغانان ستاسو څخه د دین، هیواد، سر او ناموس د ساتنې هیله لری، یواځې تاسو یاست چې د دوی هیله پوره کولای سې، ملت د امارت دی او امارت د ملت دی، داسې یو مثال لرې لکه: د انسان بدن او روح!

ممکن است شما دوست داشته باشید