روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ازبکستان: روانه میاشت د افغانستان په تړاو د تاشکند کنفرانس جوړیږی

شریعت: یو لوړ پوړی ازبک چارواکی خبر ورکړی، چې پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په تړاو کیدونکی نړیوال کنفرانس کې به د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازی ګډون کوی.

تردې دوه میاشتې مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر “ولادیمیر نوروف” ویلی وو، چې دا کنفرانس به د ۲۰۲۲ زیږدیز کال په جولای میاشت کې کیږی، خو کره نیټه او نور جزییات یې نه وو په ډاګه کړی.

اوس د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې دا کنفرانس به د جولای په ۲۵ او ۲۶مه ترسره کیږی او پکې به د ۲۰ نړیوالو سازمانونو او هېوادونو استازی ګډون کوی.

خبر پاڼه زیاتوی له دې کنفرانس څخه موخه له افغانستان سره د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکاریو زیاتوالی، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره لاره هوارول دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلی وو، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان او سیمې پر سیاسی، امنیتی او اقتصادی موضوعاتو خبرې کیږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید