روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ازبکستان د افغانستان په اړه یوه نړیوال کنفرانس جوړوی

ازبکستان د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه توب کوی. د ازبکستان د ملی امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف رسنیو ته ویلی چې غواړی په افغانستان کې روانې ستونزې حل شی له همدې امله په نړیواله کچه د افغانستان لپاره د یوه کنفرانس کوربه توب کوی.

نوموړی ویلی په دې کنفرانس کې به د سیمې د هېوادونو لوړپوړی چارواکی او د نړیوالو اداراتو مسوولین ګډون کوی. افغان لوری ته هم په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده او ټاکل شوې چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی او ورسره مل پلاوی به په دې کنفرانس کې ګډون کوی.

د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تایید کړی او وایی دوی له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دغه ډول کنفرانسونه یادې اړیکې پراخولی شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید