روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د ملی مصالحې عالی شورا د تشکیلاتو د جوړښت پرسر له ځنیو سیاسی مشرانو کتلی دی.
وروسته له هغه چې اروپایی ټولنې او امریکا د افغانستان د ملی مصالحې عالی شورا د تشکیلاتو د جوړېدو غوښتنه وکړه ولسمشر غنی تازه په دې اړه له ځنیو سیاسی مشرانو کتلی دی.
د جمهوری ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادی راډیو ته ویلی، چې په دغه کتنه کې د سولې پروسې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې شوی دی.
هغه زیاتوی:” د افغانستان جمهور رئیس له مخکینی جمهوررئیس حامدکرزی، د ملی روغې جوړې عالی شورا رئیس ډاکټر صیب عبدالله عبدالله او د هېواد جهادی رهبر فضیلتماب استاد عبدرب الرسول سیاف سره وکتل، په دغه کتنه کې د سولې پروسې او د ملی روغې جوړې عالی شورا پر جوړښت، د هغه پر څرنګوالی او لومړنی غونډې د جوړېدو په اړه ډېر مثبت بحثونه وشول.”
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملی مصالحې د عالی شورا د جوړښت څخه څه باندې شپږ میاشتې کېږی خو لا هم دغې شورا په رسمی ډول کار نه دی پیل کړی او نه یې هم د غړو تشکیل معلوم دی.
تردې وړاندې اروپایې ټولنې د دغې شورا د تشکیلاتو د جوړېدو غوښتنه کړې وه او کابل کې امریکا سفارت هم د اروپایې ټولنې د غوښتنې ننګه کړې وه.
په افغانستان کې د اروپایی ټولنې غړو دوه ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان له حکومت څخه غوښتی وو چې د ملی مصالحې عالی شورا غړی دې معلوم کړی څو عملی کارونه پیل کړی او د سولې په روان بهیر کې ونډه واخلی.
په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو هم د اروپایی تولنې د یادې اعلامیې هرکلی کړی و او زیاته کړې وه چې افغان حکومت دې د ملی مصالحې د عالی شورا په جوړښت کې کوټلی ګامونه پورته کړی.
له بلې خوا د بینالافغانی مذاکرو د کړنلارې پر نهایی کېدو، په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو له خوا ضد و نقیض څرګندونې شوې دی.
که څه هم په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر وایی، د افغانانو د خپلمنځی مذاکرو پر ټوله کړنلار موافقه شوې ده، خو افغان دولت وایی، اختلافی ټکی لا هم حل شوی نهدی.
د دولت مذاکره کوونکی وایی د مذاکرو د کړنلارې پر ۲۱ مادو «په اصولو کې» موافقه شوې، خو د مقدمې متن نور وضاحت ته اړتیا لری.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وایی، اصلی مذاکرو کې پر کړنلارو د دواړه مذاکره کوونکو ډلو له خوا موافقه شوې ده.
د دولت او طالبانو مذاکره کوونکی د سپټمبر له ۱۲مې په قطر کې په مذاکرو بوخت دی چې د افغانانو اصلی خپلمنځی مذاکرو ته زمینه برابره کړی.
خو د ځینو اختلافی ټکو د اصلی مذاکرو د کړنلارې او اجنډا مخه ډب کړې وه چې یوه موضوع د امریکا او طالبانو پر موافقې او حنفی فقهې د طالبانو ټینګار بلل شوی دی.