روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اروپایی بانکونه د دیوالیه کېدو په درشل کې!

لیکوال: اسد مبارز

له تېرو څو ورځو راهیسې نړیوالې رسنۍ د اروپایی بانکونو د دیوالیه کیدو راپورونه خپروی؛ څو اقتصادپوهانو خو اوسنۍ وضعیت د ۲۰۰۸ کال مالی بحران ته ورته وګڼل. د اروپا اوسنی بانکی ستونزې له ۲۰۰۸ کال مالی بحران سره څه ورته والی لری، راځئ چې لومړۍ د ۲۰۰۸ کال مالی بحران عُمده دلیل باندې خبرې
وکړو:

د ۲۰۰۸ کال مالی بحران

د ۲۰۰۸ کال مالی بحران باندې ډیرې څیړنې شوی دی؛ د اکثرو څیړونو پایلو CDS (Credit Default Swap) ښودلې. سی ډی ایس په بانکی او مالی برخه کې په دې معنی دی چې کله یو مالی اداره د پور د تضمین لپاره بیمه وکړی او د پور د ورکېدا خطر د بیمې شرکت ته انتقال کړی، همدغه چاره د سی ډی ایس په نوم یادېږی. په ۲۰۰۸ کال کې بانکونو مشتریانو ته د کورونو اخیستل پیل کړل؛ د پور ورکړې پروسه دومره آسانه شوه چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې یو کس په ۹ میاشتو کې درې کورونه د بانک په پور اخیستې وو، له همدې وجې د اړتیا لپاره نه بلکې د تجارت لپاره هم ډیر کورونه د بانک څخه په پور پیسو واخیستل شول.

بانکونو د پورونو د ورکیدا تضمین په خاطر د Lehman Brothers په نوم بیمې شرکت سره بیمه کړل، بالاخره داسې یو وخت راغی چې کورونه بیخی ډیر شول او هیچا نه اخیستل، بیې یې ولویدې او د بانک مشتریانو د پورونو اداینه نشوای کولی، بانکونه د لیهمن ورونو د بیمې شرکت ته مخه کړله؛ هغوی هم ونشوای کړای چې ټولو بانکونو ته پیسې ورکړی. بانکونه د نغدو پیسو نشتون له وجې دیوالیه شول او د خلکو د سپما شویو پیسو له ورکړې ناتوانه ول چې بالاخره خلکو دندې له لاسه ورکړې، فابریکې بندې شوې، اسعارو ارزښت له لاسه ورکړ او بانکی سکتور باندې باور ختم شول چې پایله کې یې د ټولې نړۍ مالی سکتور
وځپل.

اروپا کې اوس څه وضعیت دی!

اروپا کې د کرونا له امله کرنتین، د روسیې او یوکراین د جنګ ا و د اسعارو د نرخ غورځیدو له وجې د خلکو عاید د پام وړ کم شوی دی؛ خلکو د ژوند او کاروبار پر مخ بیولو لپاره له بانکونو پور اخیستلو ته مخه کړله، بانکونو هم په ډیرې آسانۍ سره پور ورکول پیل کړی دی او یوازې د Credit Suisse په نوم د بیمې اداره یې بیمه کوی. اقتصادپوهان وړاندوینه کوی چې د بیمې دا شرکت دومره ظرفیت نلری چې د ټولو بانکونو بیمه شوی پورونه دې بیرته ادا کړی او د اسعارو د نرخ غورځیدو، کرنتین او د روسیې او اوکراین جنګ له وجې عاید کم شوی دی، خلک نشې کولی بانکونو ته قسطونه پر وخت ادا کړی؛ فلهذا حالات کټ مټ د ۲۰۰۸ کال مالی بحرانونو ته ورته دی او له همدې وجې د اروپا ممکنه بانکی بحران د ۲۰۰۸ کال سره ورته بولی.

د ۲۰۰۸ کال مالی بحران کې یوازې اسلامی بانکونه باثباته یا بیخی لږ متضرر شوی وو؛ له همدې وجې نه یوازې اسلامی هیوادونو بلکې کفری هیوادونو کې هم خلکو اسلامی بانکدارۍ ته مخه کړله او ځینو کفری هیوادونو خو له اسلامی بانکدارۍ ورهاخوا د صکوک او تکافل برخه کې هم د پام وړ پرمختګ کړی دی، حتی انګلستان هم دولتی صکوک خپاره کړی او سترې پروژې پر‌ې تمویل کوی.

په دې هیله چې مونږ هم د نړۍ مالی بحران له اثراتو څخه د خوندیتابه په موخه بشپړ اسلامی بانکداری او مالی نظام ولرو.

ممکن است شما دوست داشته باشید