روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ارزګان: ارزګان کی دخاص ځواکونو ۲۰۰ کسیزه قطعه جوړه اورسماً یې دنده پیل کړه

شریعت: نن د ارزګان ولایت دامنیه قومندانی په جامع جمات کی د۲۰۰ کسیزه قطعی خاص دجوړولو مراسم ترسره سول.په یادو مراسیمو کی ددی ولایت والی محترم حاجی ملامحمدخان دعوت صیب، مرستیال والی حاجی مزمل صاحب امنیه قومندان حاجی بشیرصیب، دامنیت امرحاجی کامران صیب، داستخباراتو مسول سالم صیب دقطعه خاص قومندان عمرصاحب اوګڼ شمیرنورو علماؤ کرامو ،مجاهدینو او دټولو رسنیو خبریالانو ګډون کړی وو.

 د امنییې قومندانۍ اړوند په نظامې وسلو او نقلیه وسایطو سمبال د خاص ځواکونو یوه ۲۰۰ کسیزه قطعه جوړه او دامنیت ډاډ ورکولو په موخه د مرکز ترینکوټ ښار ته را ووتل اوټول ښاریان ئ ننداری ته را ووتل او دتاوده هرکلی سره مخ سول.

یاده قطعه به د اولس د امنیت په تأمینولو کې هر اړخیزه مرسته کوی. د ارزګان ولایت د امنیه قومندان ملاعبدالله بشیر صاحب لخوا د اسلامی امارت د خاص ځواکونو هغه ۲۰۰ کسیزه قطعه خاص رسماً په دنده پیل وکړه.

یاده قطعه به په دغه ولایت کې دضرورت په وخت کی عملیات تر سره کوی څو اولس په هوسا توګه ژوند وکړی.

حاجی بشیرصاحب وایې د خاص عملیاتو امنیتی ځواکونه چې د نظامی زده کړو او په مختلفو وسلو سمبال دی.

تر څنګ یې  رنجر موټر او ټانګونه هم ورته تسلیم سول.

اسلامی امارت هڅه کوی چې د دا ډول ننګیالیو او زړه ورو امنیتی ځواکونو په روزولو سره  ولس اوهیواد ته امنیت تأمین کړی څو زموږ د هیواد دښمنان چې امنیت ته زیان اړوی مخنوی سوی وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید