روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

۳۷ ټنه روغتیایی تجهیزات او درمل کابل ته را ورسېدل

اروپایی ټولنې له افغانانو سره د خپلو بشری مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلی یې دی،چې د بشری مرستو ۲۳مه جوپه یې افغانستان ته رسېدلې ده. دغه تازه مرسته چې ۳۷ ټنه روغتیایی تجهیزات او درمل په کې شامل دی کابل ته رارسېدلی دی.سرچینې زیاته کړې، افغانان اوس په لویه کچه په بېړنی بشری وضعیت کې دی.  اروپایی ټولنې ټینګار کړی، چې له افغانانو سره خپلو بشری مرستو ته دوام ورکوی. پر افغانستان د اسلامی امارت له حاکمیت سره هممهاله د روغتیا نړیوال سازمان د دغه هېواد روغتیایی نظام پاشل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید