روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

۱۴۴۴ هجری قمری کال مو مبارک شه!

محمدعلی عظمت

دا هر چا ته څرګنده ده، چې انسانانو په نړۍ کې په تدریجی ډول پرمختګ کړی او ورو ورو یې د ژوند کولو لپاره آسانتیاوې برابرې کړې دی، د نړۍ بېلابېلو قومونو د ځانونو لپاره سنې او تاریخونه جوړ کړی. کال یې په میاشتو او میاشتې یې په ورځو وېشلی او خپلو تاریخونو ته یې له یو څه سره نسبت ورکړی دی.

د اسلام د سپېڅلی دین له ظهوره وړاندې د مکې مکرمې وګړو او خواوشا خلکو هم کال په دولسو میاشتو تقسیم کړی و او همدا (محرم، صفر … او ذوالحجه) میاشتې یې په خپلو مناسبتونو کې کارولې.

رسول الرحمه نړۍ ته تشریف راوړ، په رسالت او نبوت سره ونازول شو او بېرته یې کوچ وکړ، خو د تاریخ په اړه څه ښکاره واضح لارښوونه ترې پاتې نه شوه (په دې کار کې به هم د الله جل جلاله څه حکمت و.)

د یهودو، نصاراوو، مجوسو او نورو مشرکانو له کړو وړو سره به یې تل مخالفت ښوده او د مخالفت کولو امر به یې کاوه. همداراز صدیق اکبر رضی الله عنه هم د سنې او تاریخ په هکله څه و نه ویل.

کله چې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه خلیفه شو، دوه نیم کاله یې وتلی وو، چې حضرت ابوموسی اشعری رضی الله عنه ورته ولیکل، چې ستا له لوری لیکونه راځی، تاسو د شعبان میاشت لیکلې وی، خو پته نه لګېږی چې د کوم کال د شعبان میاشت ده؟

له دې پېښې وروسته امیرالمؤمنین له اصحابو کرامو سره مشوره وکړه، ځینو وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پیدایښته به خپل تاریخ لیکل شروع کړو. ځینو ویل ،چې د هغه صلی الله علیه وسلم له وفاته به یې پېل کړو. او یو شمېر نورو وویل: تاریخ به د هغه له بعثته راونښلوو. فاروق اعظم رضی الله عنه درې واړې رایې او نظرونه رد کړل او ویې ویل: له پورته لویو سترو پېښو وروسته هم مسلمانان کمزوری وو او د مشرکانو تر ظلمونو لاندې یې ژوند کاوه؛ اما کله یې چې مدینې منورې ته هجرت وکړ، نو د توان، طاقت او ځواک څښتنان شول او له څو بریالیو غزاګانو وروسته یې خپل ټاتوبی (مکه مکرمه ـ بیت الله) هم د بُتانو له نجاسته پاک کړ.

نو اصحابو کرامو رضی الله عنهم د امیرالمؤمنین طرحه ومنله او هغه سنه او تاریخ یې له هجرته راونښلاوه، چې د هجری قمری تاریخ لومړی کال د مېلادی کال له (۶۲۲) سره سمون وخوړ. د اصحابو کرامو له جملې ځینو وویل: د کال لومړۍ میاشت به مو له رمضانه پېلوو، ځینو وویل، له رجبه به یې شروع کړو؛ اما فاروق اعظم وویل: د محرم الحرام له لومړۍ ورځې نوی هجری قمری کال رانښلوو؛ ځکه د محرم په لومړیو کې حاجیان له مکې مکرمې څخه مدینې ته راغبرګېږی. همداشان زموږ دوه اخترونه او حج د قمری میاشتو مطابق ترسره کېږی، چې په (۳۶) کلونو کې دا عبادت د کال په څلورو واړو فصلونو کې راځی. که چېرې د شمسی میاشتو په حساب ترسره کېدای، بیا به تل په یوه فصل کې راتلل، چې هغه ستونزمن و. او په قمری حساب یو مسلمان چې عمر یې پنځوسو کلو ته ورسېږی، نو هغه د کال په څلورو فصلو او (۳۶۰) واړو ورځو کې روژه نیسی.

هجری شمسی سنه د لمر په حساب ادلون بدلون مومی، څلور فصلونه ترې پیداکېږی. همدا شمسی تاریخ عمر خیام، چې ۱۰۴۸م کال زوکړی دی، د اوو کسانو په مرسته منځ ته راوړی ، چې په افغانستان او ایران کې کارېږی او په سعودی عربستان کې هم هجری شمسی سنه د کال د فصلونو د مالومولو لپاره استعمالېږی؛ ځکه چې همدا شمسی سنه د میاشتو د برجونو په اساس جوړه شوې ده.

د هجری شمسې سنې لومړۍ شپږ میاشتې (۳۱) ورځې وی، پنځه میاشتې (۳۰) او وروستۍ (حوت) یې (۲۹) ورځې وی او په کبیسه (هغه کال چې، د نورو خلاف ۳۶۶ ورځې وی) کال کې (۳۰) ورځې وی. نو په هرو څلورو کلونو کې یو کال کبیسه وی.

هجری قمری کال هینداره (جنتری) ټولې (۳۵۴) ورځې لری، چې ځینې میاشتې یې (۳۰) او ځینې بیا (۲۹) دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی:  (( موږ نالوستی امت یاستو، نه لیکل کوو او نه د میاشتې حساب کوو. دا شان او دا شان وی، یانې میاشت کله (۲۹) ورځې وی او کله دېرش ورځې.))  متفق علیه

له سعودی عربستان پرته په نورو اسلامی هېوادونو کې مېلادی تاریخ (سنه (تقویم) کارېږی. زمونږ په ګران هېواد افغانستان د  کې اوس د اسلامی امارت د واکمنۍ پر مهال د هجری قمری کال هینداره رایجه شوه او همداشان د افغانستان د اسلامی امارت په لومړنۍ دوره کې هم هجری قمری تاریخ دود و، چې دا یو ډېر نېک، غوره او بهتر کار دی؛ ځکه چې زموږ عبادات، لکه: روژه، حج، زکات او دواړه اخترونه ورپورې تړلی دی.

د یادولو وړ ده، چې د ګران هېواد ډېر پوه او د زده کړو دعواداران هجری قمری تاریخ نه پېژنی؛ اما د هجری شمسی کال په اړه بیا لږ و ډېر پوهېږی! خو د میلادی کال مطابق بیا د عیسویانو له ټولو مناسباتو پوره خبر وی. کرسمس هم ورته یاد وی او وېلنټاین ډې هم ښه پېژنی.

د ټول مسلمان اُمت، نوی (۱۴۴۴هـ ق) کال دې مبارک شی

ممکن است شما دوست داشته باشید