روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

یو ځواکمن پارلمان هرومرو موثرحکومت او پیاوړى حاکمیت را منځ ته کوی

دا خو څرګنده ده چې د اجرایې ، مقننې او قضایې قوې ګډه همکارۍ په ملک کې موثرحکومت اوحاکمیت را منځ ته کوی، خوکه یوه له دې درېیو قواوو په کوم هېواد کې وجود ونه لری، نو طبیعی ده چې په دغه ملک کې به دموکراسی ترپوښتنې لاندې وی. په تېره بیا که چېرې په کوم هېواد کې د ځینو ملحوظاتو پربنا مقننه قوه (پارلمان ) وجود ونه لری دا به نو بیا پردې مانا وی چې په دغه هېواد کې دیکتاتوری نظام حاکم دی ، له شک پرته چې له دیکتاتوری نظامونوڅخه ملکی او نړیوال عامه ذهنیتونه کرکه لری ځکه په یوه داسې نظام کې هرڅه له یوې مرجع څخه په ظالمانه ډول د دیکتې په بڼه ترسره کېږی، نو د پورته درېیو اړو قواوو د شتون په صورت کې به عدل حاکم او یو منل شوی نظام به را منځ ته کېږی ، پارلمان د یوه هېواد د استوګنو وګړو د استازو ګډ او باوری کوردی ، ښه او قوی پارلمان کولای شی د کابینې لپاره د ملک نخبګانو ته د هغوی د کاری ظرفیت د ارزونې له مخې رایه وکاروی. د ښو مستعدو اولایقو وزیرانو او نورو لوړ رتبه ملکی مامورینو انتخاب د پارلمان په رایو پورې اړه لری او د د ولسی جرګې د غړو ستره تشخیصی دنده ده په خوا پورې یې د ملی (عادی ، انکشافی ) بودجې ټاکل اوهمدارنګه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د متوازن انکشاف رعایت او عملی کول دا ټول په یوه عادل پارلمان پورې اړه لری ، لنډه داچې د پارلمان وجود په یوه ملک کې د نورو تشکیلاتو ترڅنګ د انسان د بدن له ستون فقراتو څخه لوړاهمیت لری، خو داچې اوس د پورته ټولو ښیګڼو برخلاف د ولسی جرګې د اوولسمې دورې ټاکنې د یوشمېر پخوانیو لوټمارانو له خوا له ګواښ سره مخ دی ، دا محسوسه ده ، چې دا کړۍ زیار باسی چې دا ملی پروسه یو ځل بیا له انقراض او یا له ستونزو سره مخ کړی. موږ په دې اړه د افغانستان د علومو اکاډمۍ له سرمحقق ښاغلی بخت محمد «بختیار» سره مرکه کړې چې ستاسې پام یې لو ستلو ته را اړوو : د ده په وینا : لکه څنګه چې اوس د هېوادونو په نورو ادارو کې ورته ستونزې د ټاکنو په پروسه کې هم موجودې دی چې دا ستونزې ډېرلاملونه لری او په متحد المال ډول د افغانستان په ټولو ادارو اغېزه شیندی، خو تر ټولو لویه ستونزه د هېواد په مرکزاو ولایتونو کې د امنیت مسئله ده چې ټول شفافیتونه یې تر پوښتنې لاندې را وستلی او ډېره لوړه اغېزه یې د دولسی جرګې اوولسمې دورې په ټاکنوکې ولیدل او واورېدل شوه ، موږ له مجبورۍ دا خبره کوو چې امنیتی ذرایعو لکه څنګه چې لازمه وه د ټاکنو له کمېسیون سره مرسته نه درلوده، نوځکه یولړخبرې اومطبوعاتی نیوکې هم را پورته شوې، خو په ټولیزه توګه بیا هم د ټاکنو پروسه لکه څنګه چې تصور کېده اویا د مخالفینو او نورو مخربو کړیو تبلیغات وو په ښه او بریالی توګه ترسره شوه ، طبیعی ده چې ټاکنې نه یوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هلته چې د حکومت ، مدنی ټولنو او نورو ذیدخلو خواوو ګډه همکاری نه وی د درغلیو قربانی کېږی اوس چې زموږ په هېواد کې ټاکنې ترسره شوې بیاهم لازمه ده چې د ټاکنو او د شکایتونو کمېسیونونه  د رای شمېرنې پروسه په شفاف ډول تر سره کړی ځکه په دې حساس پړاو کې له یو بل سره همکاری او تفاهم اړین او ضروری دی.د  ښاغلی بختیار په وینا که چېرې د پارلمان د سږنۍ ( اوولسمې دورې)  د ټاکنو نتیجې له لانجو او درغلیو سره مخ شی او یا خبرې او ناندرۍ پرې را پورته شی  دا حتمی ده چې د راتلونکی کال د ولسمشرۍ پر ټاکنو به منفی اغېزه وشیندی ځکه عامه ذهنیت بې باوره کېږی او کله چې عام وګړی بې باوره شول طبیعی ده چې په ټاکنو کې ګډون نه کوی، نو حاصل د کلام دادی چې په افغانستان کې د پېښو د روانو پرمختیاوو په نظر کې نیولو سره او همدارنګه هغو ستونزو او ننګونو ته چې حکومت او افغانی ټولنه ورسره مخ ده د ټاکنو پایلې باید داسې مدیریت شی چې په دې اړه ټولودرغلیو، شکونو او ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شی، نه داچې د نورو نویو لانجو د پېښېدو سبب شی، ځکه داسې ډلې ټپلې شتون لری چې په لوی لاس غواړی په افغانستان کې د ټاکنو قانونی بهیر له داسې ستونزو سره مخ کړی چې حللاره یې ترې ورکه کړی. د ټاکنو کمېسیون باید خپلې چارې رڼې او ملت ته ځواب ویونکې پرمخ بوزی او که خدای مکړه په دوی کې کومه مستنده درغلی را پیدا شی بیا باید د نورو مجرمینو په څېرپه عدلی مراجعوکې له خپلې کړنې دفاع وکړی .

حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید