روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

یو شمېر شرکتونو له تېرو ۱۸ کلونو راهېسې مالیه نه ده ورکړې

 

د پکتیا مستوفی احمد الله حقانی وایی:په دغه ولایت کې  یو شمېر شرکتونه او اصناف یې له تیرو ۱۸ کلونو راهیسې پوروړی دی او تر اوسه یې مالیه نه ده تحویل کړې. حقانی  وایی: د دغو شرکتونو او اصنافو پر وړاندې به جدی اقدامات وشی. حقانی زیاته کړه: (( بدبختانه باید ووایم،چې داسې شرکتونه او اصناف شته  ،چې له ۱۳۸۲ کال راهیسې یې مالیات نه دی تحویل کړی. مرکز ته مو په دې اړه راپور ورکړی او نږدې راتلونکی کې به یې پر وړاندې جدی اقدامات وشی.))حقانی وایی، عوایدو کې یې د تیر کال پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.نوموړی یې لامل له یو شمېر زورواکو او پنځو هغو ولسوالیو کې د عوایدو راټولول بولی، چې مخکې په کې د ناامنۍ له کبله مالیه نه وه راټوله شوې.حقانی زیاتوی: (( د عوایدو په سلنه کې تقریباً له څلویښت تر ۱۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی او مرکز او ولسوالیو کې عواید په شفاف ډول راټول شوی دی.)) 

ممکن است شما دوست داشته باشید