روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

یوه افغانه د المپیک د نړیوالې کمېټې غړې شوه

سمىرا اصغری ،چې ۲۴ کلنه افغانه ده، د سه شنبې په ورځ د المپىک د نړىوالې کمېټې د غړې په توګه وټاکل شوه. المپىک کمېټې وىلی دی ،چې اصغری په افغانستان کې د مېرمنو د سپورت لپاره ډېر کار کوی. د المپىک نړىوالې کمېټې مشر توماس بش، د سمىرا اصغری په اړه ووىل: (( هغه داسې ىوه مېرمن ده، چې په افغانستان کې د نجونو د سپورت د تروىج لپاره ډېر ښه کار کوی.)) اصغری تر دې مخکې د افغانستان د ښځو د باسکټبال لوبډلې مشره وه او د سپورت په اداره کې ىې بېلابېلې دندې ترسره کړی. اصغری تر ټاکل کېدو وروسته ووىل: (( زه په نړۍ کې د ټولو ورزشکارانو د راتلونکې لپاره کار کوم په ځانګړې توګه د هغو کسانو د راتلونکې لپاره چې ورته اړتىا لری، د افغانستان په څېر.)) دا وایی دا کار په افغانستان کې اسانه نه دى، خو وىې وىل ،چې اوس د پخوا په پرتله وضعىت ښه شوى. اصغری زیاته کړه، چې اوس په افغانستان کې د ښځو د سپورت وضعىت د المپىک کمېټې او د حکومت د هڅو له کبله تر پخوا ښه دى. اصغری ووىل: ((ما هىله لرله، چې د ورزشکارانو لپاره کار وکړم  دا ډېره ښه خبره ده، چې ورزشکاران زما په شان ىوه ځوانه وىنی ،چې غواړی له هغوى سره مرسته وکړی.)) د المپىک د نړىوالې کمېټې مشر که څه هم په افغانستان کې د وضعىت ستونزمنتىا ومنله، خو زىاته یې کړه: ((خو دا د اصغری ټاکل کېدل ىو ښه اقدام دى. دا لومړى اقدام دى. که موږ په افغانستان کې د سپورت انګېزه هم رامنځ ته کړاى شو، نو دا به هم د المپىک نړىوالې کمېټې لپاره ىوه لوىه لاس ته راوړنه وی.)) د المپىک نړىوالې کمېټې د سه شنبې په ورځ خپل نهه غړی وټاکل، چې په ډله کې ىې درې ښځې او شپږ نارىنه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید