روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

یوناما بشری حقونو ته د افغان ماشومانود نه لاسرسی له امله اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوى(( یوناما)) وایی: د افغان ماشومانو د ژوند د ښه کېدو په برخه کې له پرمختګونو سره سره اوس هم ماشومان په دغه هېواد کې د جګړو، تاوتریخوالی او زورزیاتی اصلی قربانیان دی.پرون د بشری حقونو نړیواله ورځ وه، سږکال دا ورځ (( ځوانانو! د بشری حقونو لپاره راپورته شئ )) تر سرلیک لاندې د نړیوال کمپاین په ترڅ کې په نړۍ کې نمانځل کېږی.د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوى پلاوی((یوناما)) په اعلامیه کې بشری حقونو ته د افغان ماشومانو د نه لاس رسی له امله اندېښنه ښودلې ده.((یوناما)) ویلی:
په افغانستان کې د روان۲۰۱۹میلادی کال د مارچ په میاشت کې د ماشومانو د قانون د تصویب په ګډون، روغتیایی او ښوونیزو خدمتونو ته د هلکانو او نجونو د لاس رسی په ګډون یو لړ دپام وړ پرمختګونه شوی، خو له دغو پرمختګونو سره سره لاهم په میلیونونو افغان ماشومان له خپلو اساسی بشری حقونو بې برخې دی.دا اعلامیه وایی: په دې کې د ژوند کولو حق، زده کړو او روغتیایی خدمتونو ته د لاس رسی حق، د تفریح حق او بشپړې وړتیا ته د هغوی د رسېدو لپاره د پرمختیا حقونه شامل دی.))بیان وایی؛ ماشومان لاهم په ښوونځیو او روغتیایی مرکزونو کې د بریدونو له منفی اغېزو سره او په نا مناسب ډول د جګړې له پاتې ناچاوده توکو صدمه وینی او په جګړه کې د ښکېلو اړخونو له خوا له استخدام او تاوتریخوالی سره مخ دی.د یوناما د بشری حقونو د برخې مشرې فیونا فریزر، چې د بشری حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرې د افغانستان د څانګې استازې هم ده ویلی: (( د بشری حقونو د قربانیانو د ستونزو اورېدل باید د افغان چارواکو د مهمو لومړیتوبونو په سرکې ځای ولری، په ځانګړی ډول کله چې قربانیان ماشومان وی، ځکه چې د حساب ورکولو نشتوالى، د سزا ورکولو زمینه پراخوی، چې له کبله یې د بشری حقونو ناوړه ګټه اخیستونکو ته د ودې زمینه برابریږی.)) دې زیاته کړه:
(( د ښځو، ماشومانو او نورو اغېزمنو ګروپونو ساتنه باید د هر ملت د بشری حقونو د خوندیتوب د ستراتیژیو په زړه کې ځای ولری.))افغانستان ډېر ځوان نفوس لری او تقریباً دوه پردری برخه وګړی یې له ۲۵ کلنۍ کښته عمرلرونکی بلل کېږی.د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې پراساس یوناما د ملکیانو د خوندیتوب او څارنې اړوندو مسئلو کې خپلې بوختیا ته دوام ورکوی او د ماشومانو پر وړاندې د شپږو لویو او جدی سرغړونو په اړه به راپورو رکولو ته دوام ورکړی.یوناما وایی:
(( پردې سربېره به د بشری حقونو د ودې او د وسله والو ډلو په لیکو کې د ماشومانو د جذبولو په تور د ماشومانو د ساتل کېدونکو ځایونو په ګډون له توقیف ځایونو څارنې ته دوام ورکوی. یوناما موندلې چې د لویانو په پرتله دغه ډول ماشومان په لویه کچه له ځورونې او ناسم چلند سره مخامخ دی. ))
(( یوناما)) په ټولنه کې د دغسې ماشومانو د بیرته ادغام کېدلو مرکزونو ته له لېږلو مخکې د هغوی د درملنې غوښتنه کوی.

د افغانستان د عدلیې وزارت د شمېرنو له مخې: اوس مهال ۸۰۰ ماشومان په بیلابېلو جرمونو د ماشومانو د اصلاح او تربیت په مرکزونو کې ساتل کېږی.

  • د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب قانون:

((یوناما)) له بشری حقونو څخه د میلیونونو افغان ماشومانو په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندې کړې، چې افغانستان ولسی جرګې په تېرو دوو لسیزو کې د لومړی ځل لپاره د ماشومانو د حقونو د ساتنې قانون د لیندۍ په ۱۸مه د رایو په اکثریت تصویب کړ.دغه قانون چې په ۱۳۹۵ کال کې د کابینې له خوا تائید شوی و، خو په قانون کې ماشومانو ته د ۱۸ کلنۍ عمر د ټاکلو په سر د ولسی جرګې په پنځلسمه او شپاړسمه دوره کې د مخالفت له امله دا قانون د پارلمان په تېرو دورو کې تصویب نشو.په قانون کې راغلی چې له اتلسو کلونو څخه دټیټ عمر لرونکې نجونې او هلکان ماشومان ګڼل کېږی، چې باید سرپرستی او پالنه یې وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید