د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د پاکستان استخباراتی ادارو د بشری حقونو پر فعالې گلالۍ اسماعىل د غدارۍ او له هېواد سره د خىانت تورونه لگلولی.
خو گلالۍ واىی چې دا تورونه ناسم دی او هغه د پاکستان د پوځ او استخباراتی ادارو له خوا د سرغړونو په وړاندې د غږ پورته کولو لپاره په نښه شوې ده.
په پاکستان کې د ښځو او د بشری حقونو فعاله گلالۍ اسماعىل واىی هغه به بېرته پاکستان ته ولاړه شی خو داسې پاکستان ته چې د پښتنو په شمول د ټولو قومونو او مذهبی اقلىتونو حقوق پکې د اساسی قانون په اساس خوندی وی.
گلالۍ د امرىکا غږ سره په مرکه کې وىلی چې دلته په امرىکا کې به د پښتنو د حقونو لپاره مبارزې او د پښتون ژغورنې غورځنگ ملاتړ ته به دوام ورکړی.
گلالۍ واىی د پاکستان استخباراتی ادارې دا د هېواده بهر د نه وتلو په لېست کې اچولې وه. د گلالۍ په وىنا پاکستان غوښتل چې هغه هلته پاتې شی او دوى ىې په خپله خوښه څنگه چې ځوروی هغسې ځورولى شی.
خو گلالۍ په وىاړ واىی چې دې امرىکا ته په راتگ د پاکستان استخباراتی ادارو ته چې ځان په نړۍ کې اول نمبر بولی، ماتې ورکړه او د هغوى د سترگو په وړاندې له هېواده ووتله.