روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ګورډن براون: د افغانستان په جګړه کې ښکېل هیوادونه باید اوس له مرستو په شا نه شی

د برېتانیا پخوانی لومړی وزیر ((ګورډن براون)) ویلی: ټول هغه هیوادونه چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان جګړه کې ښکېل وو، اوس باید له افغانستان سره مرستو کې هم شریک وی. د نوموړی په وینا: اوس مهال افغانستان له ستر بشری بحران او فقر سره مخ دی، نو ټول هیوادونه باید په ګډه د ژغورنې هڅې ګړندۍ کړی. د غربی رسنیو د راپورونو له مخې؛ د برېتانیا پخوانی لومړی وزیر براون لوی کمپاین پیل کړی او غواړی، چې په دې توګه د افغانستان لپاره پراخې بشری مرستې راټولې کړی. د براون په وینا: تر اوسه په دغه کمپاین کې ګڼو مشرانو، مؤسساتو او فعالانو د همکارۍ ژمنې کړې دی.نوموړی ویلی: په اوسنیو حالاتو کې له افغانستان سره د بشری مرستو په اړه ټول ښکېل هیوادونه مکلف دی، خو برېتانیا او امریکا باید له افغانستان سره له بل هر چا زیاتې مرستې وکړی.  دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په کابل کې یو شمېر مدنی فعالانو د غونډې پر مهال د امریکا په شمول؛ له ټولو ښکېلو هیوادونو د شل کلنې جګړې غرامت وغوښت. همداراز د اسلامی امارت مسئولین هم وایی ،چې نړۍ له افغانستان سره د بشری مرستو په اړه دوه ګونی چلند کوی، نه یوازې دا چې بشری مرستې یې هم په سیاسی مسائلو پورې تړلې دی، بلکې پر افغانستان باندې یې اضافه بندیزونه هم لګولی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید