د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوترېش په میانمار یا پخوانۍ برما کې د معترضانو پر وړاندې خونړی تاوتریخوالی وغانده.له هغې وروسته چې نږدې دری اوونۍ مخکې د هغه هېواد پوځ کودتا وکړه او د چارو واګې یې په لاس کې واخیستې، دری ورځې مخکې ځوانه مېرمن ووژل شوه ، چې هغه د دغو اعتراضونو لومړنۍ قربانی وه.د هغې وژنه د ډیموکراسۍ پلوی غورځنګ پر یوه سمبول بدله شوې او وړمه شپهیې هم معترضانو په لویو ښارونو کې په یاد شمعې بلې کړې او د دعا مراسم ترسره کړل. له هغې وروسته د برما په دویم لوی ښار مندالی کې دوه کسان نور معترضان ووژل شول، چې د امریکا متحدو ایالتونو او اورپایی ټولنې یې پر وړاندې غبرګون وښود او د معترضانو خونړۍ ځپنهیې وغندله.د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوترېش وویل، چې د سولهییزو معترضانو پر وړاندې له ګرمو وسلو کار اخیستل، د هغوی بېرول او ځورول د منلو نهدی