روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ګاردین:نړۍ د اوکراین هومره پاملرنه افغانستان ته نه ده کړې

نړۍ هېڅ وخت د افغانستان وضعیت ته دومره جدی پاملرنه نه وه کړې، لکه نن، چې اوکراین ته پاملرنه کوی. ګارډین په یوې مقاله کې ویلی، چې په افغانستان کې اقتصادی وضعیت خراب دی، ، بېکاری اوج ته رسېدلې ده، ، خو نړۍ هېڅ وخت ددغه هیواد وضعیت ته جدی پاملرنه و نه کړه. سرچینه کاږی چې امریکا د افغانستان شتمنی کنګل کړې او آن پر ملکی اداراتو یې هم خپلو فشارونو ته ادامه ورکړې ده. په مقاله کې راځی چې د افغانستان مالی او اقتصادی برخې له ستونزو سره مخ دی او میلیونونه کسان د خوړو له کمښت ځورېږی. سرچینه وایی بلخوا نړۍ پر اوکراین بوخته ده او د اوکراینی وګړو پالنه کوی، میلیاردونه ډالر ورلېږی، په داسې حال کې چې د افغانستان خپله شتمنی کنګل پرته ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید