د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د کویټ د بهرنیو چارو وزیر د فارس خلیج د تېلو له بډایه هیوادونو سره د باور جوړونې لپار لبنانی چارواکو ته ځینې وړاندیزونه کړی دی.اسوشیتید پرېس خبری اژانس ویلی، چې د کویټ د بهرنیو چارو وزیر شیخ احمد ناصر الصباح د فارس خلیج لومړنی لوړپوړی چارواکی دی، چې د لبنان، سعودی او د ګاونډیو له بېسارې دیپلوماتیکې لانجې وروسته بیروت ته سفر کوی.دا دیپلوماتیکه لانجه د تېر کال په اکتوبر میاشت کې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د لبنان د اطلاعاتو وزیر جورج کرداحی د یمن جګړه بې ګټې او د سعودی په مشرۍ ایتلاف یې یرغلګر وباله.دا لانجه ځینې نورې ژورې رېښې هم لری او هغه دا چې سعودی په سیمه او په ځانګړې توګه لبنان کې د ایران له نفوذه اندېښمن دی.