روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کوچیانوته د لومړی ځل لپاره  دوه میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې شوه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی د غویی په لسمه د ولسی تړون ملی پروګرام تر چتر لاندې د کوچیانو د پراختیا ملی کنفرانس اختتامیه غونډه کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه. په دې غونډه کې چې یو شمېر دولتی مقاماتو، د کوچیانو استازو، مشرانو، ښځو او ځوانانو حضور درلود، په پیل کې د کلیوپراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمی وویل: د جمهوررییس په لارښوونه کوچیان عملاً د ولسی تړون ملی پروګرام کې شامل شول او له دې وروسته ټول وزارتونه د کوچیانو اړوند خپلې پروژې او پروګرامونه د دې ملی پروګرام په اډانه کې ترتیب او تطبیقولی شی. نوموړی وویل: کوچیان به په ټولو هغو ولایتونو کې چې دوی په کې مېشت دی ۲۰۹ شوراګانې جوړوی او دوی ته د دغه پروګرام په اډانه کې تر ۲۰۲۲ م کاله دېرش میلیون ډالر ځانګړی شوی او د  لګښت لپاره به یې کوچیان خپلې پروژې، لومړیتوبونه او اړتیاوې په خپله په نښه کوی او په دې برخه کې به له دوی څخه شل سلنه تخنیکی مرسته غوښتل کېږی. ښاغلی کریمی وویل: پر دې سربېره د کلیوپراختیا وزارت د کوچیانو د اوبو، اقتصادی ودې او د دوی تولیداتو ته د بازارموندنې لپاره ځینې برنامې په پام کې لری او د سرحدی ولایتونو انکشافی برنامو کې هم کوچیانو ته پاملرنه کېږی چې د لمریزې برېښنا ترڅنګ به نورې آسانتیاوې هم ورته برابرې شی. ورپسې عبدالبصیر، کمین الله او مروې د بېلابېلو ګروپونو په استازیتوب د کوچیانو د اقتصادی ودې، په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د ونډې ورکولو، شهیدانو او معلولینو ته د پاملرنې، د تذکرو د وېش، د سواد او مسلکی زده کړو، د څړځایونو د غصب د مخنیوی او انکشاف، ښځو ته د ونډې، ګرځنده ښوونځیو او کلینیکونو، انکشافی پروژو کې د ونډې، د کوچیانو دودونو او ارزښتونو ته د پاملرنې، د ظرفیت لوړولو، د اوبو د زېرمو، مدرسو او جوماتونو، تحصیلی بورسونو او کانکور ازموینه کې د ځانګړې پاملرنې په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل. دوی همدارنګه له جمهوررییس څخه کوچیانو ته د پاملرنې له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: کوچیانو د هېواد اقتصادی وده او د امنیت تامین کې تل مهم رول لوبولی او په دې برخه کې یې زیاتې قربانۍ ورکړې. ورپسې مریم امرخېل د کوچۍ پېغلې پیغام جمهوررییس ته واوراوه او ښاغلی زمری احمدزی د ولسی تړون ملی پروګرام تر چتر لاندې د کوچیانو د پراختیا ملی کنفرانس پرېکړه لیک ولوست.  جمهوررییس غنی د یاد کنفرانس ګډونوالو ته د وینا پرمهال د هېواد د امنیت، اقتصادی ودې، سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې د کوچیانو رول ته په اشارې وویل: تاسې پرېمانه پانګې لرلې او د دې هېواد د ساتنې او دفاع لپاره مو ډېرې قربانۍ ورکړې دی.جمهوررییس وویل: له دې وروسته به هر وزارت او اداره د کوچیانو لپاره کار کوی او امنیتی ځواکونه به ستاسو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوی. ده زیاته کړه: د هر وزارت په بودجه کې کوچیانو ته یو باب ځانګړی شوی او د لومړی ځل لپاره د کوچیانو لپاره دوه میلیارده افغانۍ چې لا هم کافی نه دی ځانګړې شوی او دا به کال په کال زیاتېږی. د هېواد جمهوررییس وویل: د ولسی تړون ملی پروګرام په اډانه کې د کوچیانو د انکشافی شوراګانو له جوړولو وروسته هېڅ وزارت او اداره هم دا پلمه نه شی کولی ،چې کوچیان مشخص آدرس نه لری او د همدغو شوراګانو له منځ څخه باید یوه واحده شورا د کوچیانو په استازیتوب په منظم ډول له کابینې سره په تماس کې وی.جمهوررییس وویل: کوچیان یو قوم نه، بلکې لوی ټبر او د ملی وحدت استازی دی . د اوبو د مدیریت په څېر باید د افغانستان مالدارۍ ته هم اساسی پاملرنه وشی. جمهوررییس غنی څرګنده کړه، د وچکالیو او جګړو له امله د دوی زیاته برخه مالداری له منځه تللې، خو د دې سره سره  له دوی سره عدالت نه دی شوی او په تېرو دوه لسیزو کې هېر شوی او دا د منلو وړ نه ده. ده زیاته کړه: د کوچیانو په محرومیت د پوهېدو لپاره موږ یو ملی بحث ته اړتیا لرو. محمداشرف غنی وویل: هر وزارت ته مې لارښوونه داده ،چې د کوچیانو لپاره خپل انکشافی پروګرامونه په درې اوونیو کې له ماسره شریک کړی. ده زیاته کړه: ژر تر ژره د کوچیانو څړځایونو، د اوړی او ژمی مېنو کې د اوبو د آسانتیاو برابرول غواړم او همدارنګه په نویو آبادېدونکو مځکو کې کوچیانو ته ځانګړې برخه  غواړم او له مځکو څخه د استفادې لپاره باید د دوی ځوانان وروزل شی. جمهوررییس همدارنګه د کرنې او مالدارۍ وزارت ته لارښوونه وکړه، د کوچیانو لپاره د وړو پروژو پرځای داسې ملی پروګرامونه جوړ کړی، چې د دوی مالداری په پښو ودرېږی او په ژوند کې یې اساسی بدلون راشی او همدارنګه یې باید نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی ممکن او آسانه شی. جمهوررییس غنی کوچیانو ته د زده کړو او روغتیایی آسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ د لوړو زده کړو وزیر ته لارښوونه وکړه، چې کوچیانو ځوانانو سره کانکور ته د تیاری او د تحصیلی بورسونو په برخه کې د مرستې  پلان ژر تر ژره ترتیب او له جمهوری ریاست سره شریک کړی. دغه راز د هېواد جمهوررییس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د کوچیانو د ژوند د بېلابېلو اړخونو، دودونو، ارزښتونو، مهارتونو، وړتیا او ځانګړنو په اړه باید هر اړخیزه  پروګرامونه جوړ او ځانګړې پاملرنه ورته وکړی. جمهوررییس د کلیوپراختیا وزیر څخه د ولسی تړون ملی پروګرام کې د کوچیانو د شاملولو له امله د مننې ترڅنګ وویل: له دې وروسته باید کوچیانو ته په ملی غونډو او بحثونو کې ځانګړې ونډه ورکړل شی. ده وویل: د کوچیانو اړتیا او ستونزو ته په پام باید پنځه کلن انکشافی پلان ترتیب شی او همدارنګه یې له هغوی څخه د امنیت د تامین په برخه کې همکاری وغوښته.

ممکن است شما دوست داشته باشید