روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

((کونړ کې به ډېر ژر له اسماره تر بریکوټه غځېدلی سړک ورغول شی))

ځایی خلک وایی، چې د تېر حکومت پر مهال یې څو ځلې له چارواکیو څخه د سړک جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو چا پرې عملی قدام نه کاوه او تر ننه ویجاړ پروت دی. د خلکو په خبره پر یاد سړک د کونړ سربېره د نورستان د کامدېش او برګیمټال ولسوالۍ هم پرتې دی، چې د خرابوالی له امله پرې ځایی خلک د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ وی. (( د کونړ ناړۍ او غازی آباد ولسوالیو عمومی سړک له کلونو راهیسې همداسې ویجاړ اوکندې کپر پروت دی، د تېر حکومت پرمهال یو څه ورغول شو، خو بېرته خراب شو او بیا ځایی اوسېدونکیو څو ځلې له حکومت وغوښتل، چې یاد سړک بیا ورغوی ،خو تراوسه هېڅ ونه شول، د یاد سړک د خرابوالی له امله خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دی، له اسلامی امارته غوښتنه کوو، چې یاد سړک دې ورغوی. )) د ځایی اوسېدونکیو په خبره نه یوازې د یاد سړک د خرابوالی له مله یې ناروغان پر وخت روغتون ته نه رسېږی، بلکې له اقتصادی پلوه یې هم خلکو ته زیان ډېر دی.د دوی په باور که کونړ او شرقی نورستان ته دغه غځېدلی سړک په اساسی ډول ورغول شی لرې نه ده،چې ګڼ شمېر سیلانیان به د یادو ولسوالیو په ګډون به کمدېش او برګیمټال سرسبزه سیمو ته د سیاحت لپاره ور مات شی. (( د یاد سړک د خرابوالی له امله پر دغه لاره تېریدونکی خلک له سختو ستونزو سره مخ وی،نو له همدې امله ډېر ځلې ناروغان پر وخت روغتون ته هم نه رسېږی او هم د موټروکرایې لوړې دی، ځکه سړک ډېر خراب دی، که چېرې دغه سړک په اساسی ډول ورغول شی، نو دغه سیمو ته به سیلانیان هم زیات راشی، ځکه پر دې لاره د کونړ او نورستان دوې ولسوالۍ پرتې دی. )) په همدې حال بیا په کونړ کې د اسلامی امارت چارواکی وایی: د ۴۵ کیلومتره په اوږدوالی یې د اسمار، غازی آباد او ناړۍ ولسوالیو ترمنځ د غځېدلې لویې لارې د جغل اچونې او پاکوالی چارې پیل شوې، چې د جغل اندازۍ ترڅنګ به د سړک پاکاری او د لارې په اوږدو کې د تخریب شویو کوچنیو پلونو رغونه هم وشی. د کونړ د ټولګټو چارو رییس قدرت الله معاذ  رسنیوته ویلی، چې د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته په کتو د یاد سړک د جوړونې چارې د ټولګټو او دفاع وزارتونو په ګډو هڅو پیل شوی دی.هغه وایی: د یاد سړک په درېو حصو یې کار روان دی،چې په کې تخریب شوی ځایونه، جغل اندازی او پاک کارۍ کارونه به ترسره کړی.هغه وایی: اوس د سړک په جوړونه کې د ټولګټو او دفاع وزارتونو تخنیکی کارکوونکی، وسایط او وسایل په کار کولو بوخت دی، چې ډېر ژر به له اسماره نیولې د ناړۍ تر بریکوټه غځېدلی سړک ورغول شی .قدرت الله معاذ زیاتوی: (( د کونړ د اسمار، ناړۍ څخه تر بریکوټه غځېدلی سړک د چغل اچونې چارې پیل شوې،د ټولګټو چارو او دفاع وزات په ګډو هڅو، یاد سړک په تېرو کلونو کې د حکومت د نه پاملرنې، ورښتونو او سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، چې زرګونو خلکو ته یی د تګ او راتګ پرمهال ستونزې جوړې کړې وې، خو اوس یې د بیارغونې چارې پیل شوې، چې د کار په بشپړېدو سره به پر یاد سړک دخلکو دتګ راتګ ستونزه حل شی. )) د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۴۵ کیلومتره یاد سړک د اساسی جوړونې په موخه د پخوانی حکومت پرمهال هم وروستۍ سروې بشپړه شوې وه او په خبره یې، چې اوسنی نوی حکومت به د یاد سړک د جوړونې ترڅنګ د کونړ نورو ولسوالیو ته غځېدلی سړکونه هم په اساسی توګه ورغوی .د مخکینی حکومت پرمهال د نړیوالو موسسو او نورو خیریه بنسټونو له لوری په کونړ کې ګڼ شمېر سړکونه په پاخه ډول جوړ شوی، خو ځینې یې د ټیټ کیفیت له امله بېرته ویجاړ شوی دی. جان اغا صالح

ممکن است شما دوست داشته باشید