روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کولمبیا: زندان کې شخړو او اورلګېدنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

 

هیواد ورځپاڼه (چهارشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

له کولمبیا ورکړل شوی راپورونه وایی، چې د یاد هیواد د سویل لوېدیځ د “والې کاوکا” سیمې په یوه زندان کې د بندیانو او ساتونکو ترمنځ د نښتې له امله اورلګېدنه رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۴۹ بندیان وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان دی.

د زندان چارواکی وایی، چې دا اور پخپله بندیانو لګولی و چې د ساتونکو مخه پرې ونیسی؛ خو په خبره یې خپله بندیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکی وایی چې اور یې کنټرول کړی او یو بندی هم نه دی تښتېدلی.

خو یو بندی رویټرز ته ویلی، چې اورلګېدنه د زندان په هغه بلاک کې رامنځته شوی، چې ۱۸۰ بندیان پکې ساتل کېدل. نوموړی ادعا کوی چې اور دوی نه بلکې پوځیانو لګولی دی.

باید وویل شی چې کولمبیا یو د هغو هیوادونو په ډله کې راځی چې د بشری حقونو د څار سازمانونه یې بندیانو سره په ناوړه چلند تورنوی، د راپورونو له مخې د دغه هیواد په ټولو ۱۳۲ زندانونو کې ۱۱۲ زره بندیان ساتل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید