د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
کوریا وایی، چې افغانستان د ژوند په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه کړی او دا پرمختګونه باید دوام ومومی. د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی کیم یانګ چې د هېواد د ملی امنیت له سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره په کتنه کې زیاته کړه، چې هېواد یې ددې پرمختګونو د دوام ترڅنګ په فغانستان کې د ټاکنو او سولې له پروسو هم ملاتړ کوی.د ملی امنیت سلاکار دا دواړه پروسې د هېواد لپاره مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې حکومت په جدی توګه کار ورباندې کوی. ده وویل، چې حکومت غواړی د کوریا په شمول د نورو لسګونو هېوادونو هغه پانګونه، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې کړې بې ځایه نه شی او افغانستان په داسې یوه لوری ولاړ شی، چې راتلونکی یې د متمدن ژوند پر اصولو ولاړ وی. ښاغلی محب زیاته کړه، چې د سولې پروسه ډېرو ارزونو او مطالعې ته اړتیا لری، چې پر بنسټ یې د راتلونکی ثبات تضمین او افغانستان له ممکنه ناخوالو او بې ثباتیو وژغورل شی. ده هغه ژمنه بیا تازه کړه، چې حکومت د سولې د مذاکراتو لپاره هېڅ شرط نه لری، خو د سولې بهیر کې یو شمېر شرطونه شته، چې پام اړول ورته حیاتی او ضرور دی.د افغانستان لپاره د کوریا استازی هم افغانان د یوه ښه او آرام ژوند مستحق وبلل او هیله یې وښوده، چې جګړه پای ته ورسېږی او د سولې او امن فضا حاکمه شی. په دې اړه نوموړی هیله وښوده، چې د دولت وسله وال مخالفان هم نرمښت وښیی او د جګړې له پایته رسېدو سره مرسته وکړی.